د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې په یکشنبه یو ځايي ملک او د حکومت پلوو طالبانو ملګری ملک سادات نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.
په سیمه کې د پولیسو مشر ډي پي او عتیق الله وزیر د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
ملک سادات پخوا د تحریک طالبان پاکستان مسعود حلقې په خان سید ډله کې شامل وو خو بیا یې له روغې جوړې وروسته ځان د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای ته سپارلی وو.
د نوموړي د وژلو ذمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې.