د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې پولیسو ګن مطاهرچیان نیولي


په روسیه کې مظاهرې.
په روسیه کې مظاهرې.

د جولای پر۲۷مه په مسکو کې د اپوزیشن ګڼ مشران مخکې تر دې چې دوی د حکومت ضد په مظاهره کې برخه واخلي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

راپورونه وايي، د روسیې په سر ښار کې د جولای ۲۷مه د مظاهرو د مخنیوي په موخه زیات شمېر کې پولیس موجود دي.

اپوزیشن ګوندونو د جولای ۲۷مې مظاهرې وروسته له هغې اعلان کړې وې چې د مسکو چارواکو د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د مخالفو ګوندونو امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړل.

یوه اداره چې پر سیاسي ګرفتاریو نظر ساتي وايي، تر اوسه د ۱۶۰ په خواوشا کې د اپوزیشن غړي او مشران د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د دوی په منځ کې یو شمېر هغه امیدواران هم شامل دي چې د نامزدګۍ کاغذونه یې مسترد شوي دي.

دا مظاهرې د روسیې د اپوزیشن د تر ټولو مهم سیاسي فعال الیکسي ناولني لخوا غوښتل شوې وې.

هغه ویلي وو مظاهرې به تر هغې دوام وکړي چې د رد شويو امیدوارانو نومونه په انتخاباتي فهرست کې شامل کړل شوي نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG