د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: موټر بم چاودنې څلور پولیس وژلي


د افغانستان د غزني ولایت پر اب بند ولسوالۍ کې د جولای پر ۲۷مه سهار وختي د وسله والو طالبانو له لوري موټر بم چاودنه شوې.

د یادې ولسوالۍ ولسوال جمعه خان ترکي د جولای پر ۲۷مه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې په برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

دی زیاتوي، چاودنه سخته زوروره وه چې د ولسوالۍ مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

دغه چاودنه د یوه ټونس ډوله موټر په واسطه شوې ده.

د برید ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې یو ځل بیا په غزني کې وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG