د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د بجلۍ کرنټ درې تنه وژلي


د خېبر پښتونخوا نقشه.
د خېبر پښتونخوا نقشه.

د خېبر پښتونخوا د مومندو د امبار په لویه شاه نومې کلي کې د بجلۍ د کرنټ له کبله د دوه ماشومانو په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

په سیمه کې انتظامي چارواکو د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته ویلي ۱۱کلنه ماشومه له خپلې دوه کلنې خور او مور سره دغه کلي ته روانه وه چې په لاره کې د ۱۱زره واټه د بجلۍ له ستن سره ولږېدو.

درې واړه کسان بجلۍ ونیولې او په موقع مړې شوې.

د دریو واړو کسانو مړي د جولای پر۲۶مه سهار خاورو ته وسپارل شول.

XS
SM
MD
LG