د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان هم په افغان جمهوري بهیر کې برخه اخیستلی شي: فریدون  


طالبانو او افغان سیاستوالو د غونډې پخوانی عکس
طالبانو او افغان سیاستوالو د غونډې پخوانی عکس

د افغانستان اجراییه ریيس يو وياند وايي که طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي نو د ۲۸ م ستمبر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه اخستلی شي.

د عبدالله عبدالله د دفتر يوه وياند فريدون خوزون د جولای پر ۲۴مه د افغانستان یوه شخصي ټي وي چېنل طلوع ته دغه خبرې پر داسې وخت کړې چې د انتخاباتو کمپېن شورو کېدو ته څلور ورځې پاته دي.

فريدون وايي (طالبانو ته دروازې خلاصې دي او چې کله غواړي له افغان حکومت سره خبرو ته کينستلی او په جمهوري او قامي بهير کې برخه اخستلی شي.)

د ده خبرې يوه ورځ وروسته پر داسې وخت هم راغلي چې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د جولای پر ۲۳مه په واشنګټن کې د امريکا د سولې په مطالعاتو مرکز کې وويل چې هغه به له طالبانو سره ملاوېږي او هڅه به کوي چې په کابل کې له غرب ملاتړې حکومت سره خبرو پیلولو ته وهڅوي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۱۷ کانديدان ولاړ دي او موجوده ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې لټه کې دی چې د دوهم ځل لپاره ولسمشر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG