د جنوبي کوریا د ټولو ځواکونو مشر وویل چې دواړه توغندي د شمالي کوریا له ختیځ ساحلي وړوکي ښار وونسونه توغول شوي چې ۴۳۰ کیلومیټره لرې ولاړل او بیا اوبو ته پرېوتل.
دا په څه د پاسه دوو میاشتو کې سیمه له اټومي وسلو څخه د پاکولو په اړه د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر موافقې لومړی ځل دی چې پیانګیانګ توغندی ویشتلی.
د جاپان دفاع وزیر تاکېشي اوایا ویلي، توکیو هېڅ توغندی نه دی لیدلی چې تر خاورې یا تر ځانګړي اقتصادي زونه یې رسېدلی وي.