د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان د بین‌الافغاني ناستې کوربه‌ توب ته چمتوالی نیسي


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې د راتلونکې بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دی.

د روسیې انترفاکس خبري اژانس د هغې اعلامیې له مخې چې د دې وزارت له خوا د جولای پر۲۴مه خپره شوې وه، پکې ویل شوي چې د بین الافغاني خبرو بل دور ته د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي او سمرقند به د دغو خبرو کوربه وي.

د دغو خبرو له ترسره کېدو مشخصه نېټه نه ده ښودل شوې خو ویل شوي چې په راتلونکې اګست میاشت به دغه غونډه وشي.

د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې دغه غونډه به بریالی وي.

تر دې مخکې مسکو دوه ځلې او دوحه یو ځل د دا ډول غونډو کوربانه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG