د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خړ کمر پېښې پس پر پي ټي ایم ځینې بندیزونه دي: عمران خان


په میرانشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه.

وزیر اعظم عمران خان ویلي، د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې پر یوه پوځي پوسته تر برید وروسته پر پښتون ژغورنه غورځنګ ځینې بندیزونه دي.

په سېشنبه په واشنګټن کې د امریکا سولې مطالعاتو په مرکز کې د خپلې وینا پر مهال هغه وویل، چې په پوځي عملیاتو کې د قبایلي ضلعو ولس ته ډېر زیان رسیدلی دی.

د بشري حقونو د یوې نومیاتې فعالې ګلالۍ اسماعیل او د پي ټي ایم د فعالانو پرضد د حکومتي ګامونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وزیر اعظم عمران خان وویل: (د پښتنو د دې تحریک خبرې سمې دي، دغه سیمه تباه شوې ده، تر نیمی زیات قبایل بې کوره شول د دوی دوکانونه ړنګ شول خو د دغه غورځنګ ځوانانو له غوسې پر پوځ تنقید پیل کړ او حالات هله خراب شول چې دوی پر یوه پوځي پوسته برید وکړ نو ځکه اوس پر دوی ځینې بندیزونه دي.)

خو د پښتون ژغورنه غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پر پوځ يې بې ځایه تنقید نه دی کړی او یوازې د خپلو حقونو لپاره يې پرامنه مبارزه کړې ده.

له امریکا غږ ډیوه راډیو سره بېګاه په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې ریاست ورله د خپل حق لپاره د اواز اوچتولو اجازه نه ورکوي، چې دا له بنیادي بشري حقونو سرغړونه ده.

د مې پر ۲۶مه د وزیرستان په خړ کمر کې د غورځنګ په احتجاجي مظاهره په ډزو کې ۱۶ کسان وژل شوي وو.

پوځ وايي، دا ډزې يې په خپله دفاع کې کړي وی. پي ټي ایم د پیښې د پلټنو او ذمه وارو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG