د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو د افغانستان سولې په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله لري


(ښی) د پاکستان وزیر اعظم عمران خان (کیڼ) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د لیدنې پر مهال
(ښی) د پاکستان وزیر اعظم عمران خان (کیڼ) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د لیدنې پر مهال

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي هیله‎مند دی چې د افغانستان سولې په برخه کې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ وګوري.

هغه پرون په واشنګتن کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره تر لیدنې وروسته دا خبره په خپله ټویټر کړې.

پامپیو د افغانستان د سولې د پروسې په شمول له تره ګرۍ سره د مبارزې، سیمه‎ییز امنیت او سوداګرۍ په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله ښودلې.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په سېشنبه په واشنګټن کې د سولې انسټټیوټ ته ویلي چې د امریکا له سفر وروسته له طالبانو سره ګوري او هغوی به وهڅوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

عمران خان د امریکا سفر پای ته رسولی او نن پاکستان ته ستون شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG