د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیزاد کابل ته روان شوی دی


د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازی زلمي خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازی زلمي خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په دوشنبه د جولای پر ۲۲مه پر داسې مهال افغانستان ته خپل سفر پیل کړی چې په دغه هېواد کې په دا وروستیو څو اونیو کې جګړه توده شوې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خلیلزاد سفر چې د اګست تر لومړۍ نیټې پورې به دوام وکړي، قطر ته هم ځي. د نوموړي د دې سفر موخه د افغانستان د سولې بهیر پیلولو لپاره هڅې دي.

خلیلزاد به په کابل کې له حکومتي چارواکیو سره د سولې بهیر د هغو راتلونکیو اقداماتو په اړه خبرې کوي چې پکې په بین الافغاني مذاکراتو کې د برخې اخیستو لپاره د ملي مرکچیانو یوې ډلې ټاکل هم شامل دي. نوموړی به د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره بیا خبرې هم پیلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG