د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: موټر بم چاودنې دوه افغان وګړي وژلي


د افغانستان د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې د مرکز اړوند په پتنۍ کلي کې پر پولیسو موټر بم برید شوی، چې د یوې ماشومې په ګډون دوه ولسي افغان وګړي وژل شوي او درې پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د جولای پر۲۳مه د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډيو ته وویل، چې برید نن ماسپښین یوه بجه ترسره شوی او هدف يې د مټه خان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودو اندړ وو، چې پکې هغه روغ وتلی، خو درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

شاه محمد ارین زیاته کړه، تر اوسه د دوی مالومات دا دي، چې په دې برید کې یوه لس کلنه ماشومه او یو بل افغان وګړی وژل شوي دي.

تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG