د غزني چارواکي وایي، په وروستیو عملیاتو او چاودنو کې شاوخوا ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جولای پر ۲۱مه رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د هوایي بریدونو، کوماندو ځواکونو او پر وسله والو د یوه ځانمرګي برید کوونکي د واسکټ د چاودنې په ترڅ کې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په قره باغ او ناوې ولسوالیو کې اوښتې: "د قره باغ ولسوالۍ لپاره د سېلاب په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ او د دې ولسوالۍ لپاره د ملا ذاکر په نوم د طالبانو د استخباراتو د یوه مسؤل په ګډون ټول ټول ۳۳ وسلهوال طالبان پهدې حملو کې وژل شوي، دوه تنه یې ټپیان شوي او همدارنګه درې وسلهوال د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي."
چارواکو ویلي چې د ناوې ولسوالۍ اړوند په موسا کليم سيمه کې ۱۵ وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې درو ځانوژونکو ورسره خدای پاماني کوله چې د یوه واسکټ وچاوېد.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.