د لاسرسي ځای

تازه خبر

جیریمي: برتانیا پر پوځي نه ډپلوماټیکو لارو توجه ورکوي


د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ وايي هیواد یې پر پوځي لارو نه بلکه په ډپلوماسۍ باندې توجه کوي.

نوموړي دا خبره پرون (جولاۍ ۱۹مه) خبریالانو ته تر هغې وروسته وکړه چې ایران په هرمز تنګي کې د برتانیې د تیلو یو ټینکر ونیولو.

هنټ وویل په داسې طریقه به ځواب ورکوي چې مضبوط به وي او دا واضحه ده چې که دا معامله ژر حل نه شوه نو سختې نتیجې به مخې ته راشي.

نوموړي زیاته کړه چې لندن په پوځي لارو غور نه کوي بلکه د معاملې سفارتي حل غواړي.

د برتانیې چارواکو او د هغو امریکايي ملګرو پرون تر هغې وروسته د ایران د کارونو غندنه وکړه چې کله تهران د تجارتي کښتیو په نړیواله مهمه سټراټیژيکيلاره هرمز تنګي کې د برتانیې د تیلو ټينکر و نیولو.

د برتانیې یو بله کښتۍ هم د ایران امنیتي ځواکونو د لنډ وخت لپاره درولې وه خو وروسته یې مخکې تک ته پرېښودله.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک پرون په بیان کې وویل چې د برتانیې د تیلو ټینکر یې ځکه ونیولو چې د نړیوالو بحري اصولو په درناوي کې پاتې راغلله.

د ایران نیم سرکاري خبري اژانس فارس نن په هرمزګان صوبه کېد بندرونو او بحري تنظیم مشر الله مراد افیفي پورله خولې ویلي چې د برتانیې د تېلو ټېنکر تر نیول کېدو مخکې له یوې کب نیوونکې کښتۍ سره په یوه پېښه کې ښکېله شوې وه.

نوموړي وویل دوی ورته خبردارې ورکړ خو د برتانیې کښتۍ له پامه وغورځول.

نوموړي وویل دغه ټينکر اوس په بندر عباس کې دې او ټوله عمله به یې تر هغې پکې موجوده وي تر څو چې پلټنې نه وي شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG