د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېس ۴۰۰ دفاعي سېستم به ژر ولګوو: اردوغان


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ایس ۴۰۰ په نامه د روس دفاعي نظام به د ۲۰۲۰م کال په اپرېل کې په مکمله توګه نصب کړي.

له روسیې د دې نظام اخیستلو له ناټو او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ترکيې په اړیکو کې تاوتریخوالی ډېر زیات کړی دی.

امریکا دړکه کړې که ترکيې له روسیې دا نظام واخلي نو بندیزونه به ورباندې ولګوي.

خو ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای پر ۱۵مه وویل چې اتو الوتکو د دې نظام ځینې برخې وار له مخه ترکيې ته رسولې دي او نور ورپسې دي.

نوموړي د استنبول پر اتاترک هوايي ډګر خلکو ته وویل، که د خدای خوښه وه نو دا نظام به د ۲۰۲۰ز کال تر اپرېل میاشتې پر خپلځای ولګول شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ترکيه به له روسیې څخه د پوځي سامان اخیستلو پرسر د د قانون سازۍ له لارې په نښه شي او هم د – ایف ۳۵ – په نامه جنګي الوتکو له پروګرامه اېستل کېدلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG