د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م امریکا ته د جواد ظریف د سفر پر محدودیت اندېښنه ښودلې


د یران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوې غونډې ته د وینا پر مهال.
د یران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوې غونډې ته د وینا پر مهال.

ملګرو ملتونو د امریکا له خوا په روانه اونۍ کې نیویارک ته د تګ پر مهال د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف د سفري محدودیتونو لګولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

جواد ظریف د جولای پر ۱۴مه نیویارک ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده چې د جولای پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیز کونسل په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې جواد ظریف ته یوازې ملګرو ملتونو، ایراني ماموریت، د ایراني سفیر کور ته او د هوايي ډګر ترمنځ سفر کولای شي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د جولای پر ۱۵مه خبریالانو ته ویلي چې دوی په دې اړه په ملګرو ملتونو کې د امریکا او ایران له چارواکو سره په نېږدې تماس کې دي او کوربه امریکا ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوږدې مودې موجود تاوتریخوالی له هغه وروسته لا پسې زیات شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال امریکا له ایران سره له شوي ایټمي تړون څخه واېستله.

دا تړون په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ د دې لپاره شوی وو چې ایران د بندیزونو د نرمۍ په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG