د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې انتخاباتي منډې ترړې


په باجوړ کې انتخاباتي منډې ترړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په باجوړ کې د درېوو څوکیو لپاره ۳۵ نوماندان دي او د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم یې ابادي څه باندې یو میلیون ده. نن هلته پر ټاکنیزو منډو ترړو له خپلو او ځايي خبریالانو سره خبرې کوو. کوربه پامیر ساحل

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۲۰مه په قبایلي سیمو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات کوي.
تېر کال د مې په اخري اوونۍ کې د پاکستان پارلېمان، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ او پخواني ولسمشر هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، قبایل په صوبې ورګډ شول.
په هغه اییني ترمیمي مسوده کې ویل شوي ول چې سږکال به په قبایلو کې د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات کېږي.
د قبایلو ابادۍ او حلقه بندیو په اړه د یوشمېر ګوندونو، ځايي ولسونو او مشرانو پر انتقاد سربېره انتخاباتي کمېشن لومړی د جولای دوهمه نېټه د انتخاباتو لپاره وټاکله خو بیا یې د صوبايي حکومت په غوښتنه انتخابات وځنډول او اوس یې ۲۰مه نېټه ټاکلې.
له یوې مودې راهیسې په بېلا بېلو سیمو کې کمپېونونه روان دي او په ځینو قبایلي ولسوالیو کې نوماندان شکایتونه هم لري او وايي، پر جلسو د بندیز له کبله خپل غږ تر ولسه نشي رسولای. خو برعکس، په باجوړ کې نوماندان پراخ کمپېن کوي.
په باجوړ کې د درو څوکیو لپاره ۳۵ نوماندان دي او د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم یې ابادي څه د پاسه یو میلیون ده.
د نورو قبایلي سیمو په څېر باجوړ هم ناامنیو ځپلی او په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د پوځي عملیاتو له کبله یې د ګڼو سیمو کورنۍ بېکوره شوې وې.
د جولای پر ۱۲مه مو په سلام پښتونخوا کې د باجوړ پر حالاتو، هلته پر انتخاباتي کیمپېن او د خلکو پر ضروریاتو او ستونزو له خپل خبریال شاهنواز ترکزي، د باجوړ اوسېدونکي او شنونکي انور نګار، د سیمې له خبریال بلال یاسر او بل شنونکي فضل سبحان سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
XS
SM
MD
LG