د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

ډوډۍ ګرانه، نانوایانو تنرونه تړلي

له ارشیفه د کابل یو نانوايي

په پیښور او نورو ښارونو کې نانوایانو خپل تنرونه تړلي او غوښتنه کوي چې د ۱۵۰ ګرامو وزن پخې ډوډۍ نرخ دې ورته پنځلس روپۍ کړي.

د خیبر پښتونخوا نانوایانو ټولنې صوبايي مشر مشال ریډیو ته وویل، دوې اونۍ وړاندې یې له ضلعي انتظاميۍ سره تر مذاکراتو وروسته د ۱۴۰ ګرامه ډوډۍ نرخ یې ۱۲ روپۍ کړی وو.

حاجی محمد اقبال وايي، مخکی به یې د اوړو دوه منیزه ګونۍ/بورۍ په درې نیم زره روپۍ پېرودله خو اوس یې نرخ څلور زره او څلور سوړ روپیو ته ختلی دی.

د نانوایانو مشرزیاتوي چې د ګېس او بجلۍ نرخونه هم زیات شوي نو حکومت دې ګرانۍ ته په کتو د ډوډۍ نرخ هم وخېژوي. د نانوایانو د دغه هړتال په اړه د پېښور ضلعې ډپټي کمیشنر محمد علي اصغر دا احتجاج یې د فشار/دباو اچولو لپاره کړی خو زیاتوي چې د نانوایانو ټولنې له مشرانو سره به ژر وویني چې دا ستونزه هواره کړي.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو اونیو راهیسې دوکانداران، سوداګر او ټېکه داران د ګرانۍ خلاف بیا بیا احتجاجونه کوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

چین وايي امریکا دې د دوي په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند

چین تر هغې وروسته پر امریکا تنقید کړی چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د بیجنګ چلند د پېړۍ داغ وبللو.

د جولايي پر ۱۹مه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ د امریکا هغه بیان منافقانه وبللو چې یوه ورځ مخکې په واشنګټن کې د مذهبي ځورونې په یوه نړیواله غونډه کې مخې ته راغلو.

ګینګ وویل د مذهبي اذادۍ د فروغ لپاره غونډې د چین مذهبي تګلارې او مذهبي عقیدې بدنامه کړې او د دوی په کورنیو چارو کې یې مداخلت کړې دی.

نوموړي وویل هیواد یې له دې سخت غیر مطمین دی او په کلکه یې مخالفت کوي.

هغه وویل دوی له امریکا غواړي چې د مذهبي مسلو په استعمالولو سره د نورو هیوادونو په کورنیو معاملو کې مداخلت بند کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکو په ۲۰۱۸م کال کې ویلي وو چې شا او خوا یو میلیون نسلي اویغور مسلمانان په چین کې د ترهګرۍ ضد مرکزونو کې ساتل شوي او په ملینونو نور په هغو کیمپونو کې ساتل شوي چې بیا تعلیم ورته ورکړل شي.

پامپیو وویل دغه مرکزونه د دغو مسلمانانو مذهبي او نسلي شناخت د ختمولو لپاره جوړ شوي دي.

د سعودي باچا د امریکايي ځواکونو د ورتلو منظوري ورکړه

امریکايي ځواکونه په سعودي عرب کې (پخوانی عکس)

د سعودي عرب پاچا شاه سلمان په ۲۰۰۳م کال کې د عراقي امر صدام حسین د واک تر نسکوریدو وروسته په لومړي ځل د امریکايي ځواکونو د کوربه توب منظوري ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او سعودي عرب له ایران سره د کشالو زیاتېدو پر مهال خپل منځي همکاري زیاتوي.

د سعودي عرب سرکاري خبري اژانس ایس پي اې د جولايي پر ۱۹مه د دفاع وزارت ویاند له خولې وویل چې د سعودي او امریکا تر منځ د خپل منځي همکاري په ګډون د سیمې امنیت او ثبات خوندي ساتلو لپاره د دواړو خواو لخوا د ګامونو پورته کولو خواهش په بنیاد شاه سلمان د امریکايي ځواکونو د کوربه توب منظوري ورکړه.

سعودي چارواکو د موافقې په اړه ډېر معلومات نه دي په ډاګه کړې. خو د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو ایسوشي ایټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې ځيني سرتېري او هوايي دفاعي میزایلي نظام وار له مخه پرنس سلطان هوايي اډې ته رسېدلي دي.

دغه هوايي مرکز د ریاض په جنوب کې پروت دې چې پخوا پکې امریکايي ځواکونه ځاې پر ځاې شوي وو.

یو امریکايي چارواکي وویل چې په دغه مرکز کېد هوايي جاز او په اوړي کې د اضافي سرتېرو د راتلو لپاره سرتېري تیاریانې کوي.

امریکا په سیمه کې وار له مخه پوځي اډې لري او سرتېري یې په قطر، بحرین او متحده عرب اماراتو کې ځاې پر ځاې دي.

جیریمي: برتانیا پر پوځي نه ډپلوماټیکو لارو توجه ورکوي

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ وايي هیواد یې پر پوځي لارو نه بلکه په ډپلوماسۍ باندې توجه کوي.

نوموړي دا خبره پرون (جولاۍ ۱۹مه) خبریالانو ته تر هغې وروسته وکړه چې ایران په هرمز تنګي کې د برتانیې د تیلو یو ټینکر ونیولو.

هنټ وویل په داسې طریقه به ځواب ورکوي چې مضبوط به وي او دا واضحه ده چې که دا معامله ژر حل نه شوه نو سختې نتیجې به مخې ته راشي.

نوموړي زیاته کړه چې لندن په پوځي لارو غور نه کوي بلکه د معاملې سفارتي حل غواړي.

د برتانیې چارواکو او د هغو امریکايي ملګرو پرون تر هغې وروسته د ایران د کارونو غندنه وکړه چې کله تهران د تجارتي کښتیو په نړیواله مهمه سټراټیژيکيلاره هرمز تنګي کې د برتانیې د تیلو ټينکر و نیولو.

د برتانیې یو بله کښتۍ هم د ایران امنیتي ځواکونو د لنډ وخت لپاره درولې وه خو وروسته یې مخکې تک ته پرېښودله.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک پرون په بیان کې وویل چې د برتانیې د تیلو ټینکر یې ځکه ونیولو چې د نړیوالو بحري اصولو په درناوي کې پاتې راغلله.

د ایران نیم سرکاري خبري اژانس فارس نن په هرمزګان صوبه کېد بندرونو او بحري تنظیم مشر الله مراد افیفي پورله خولې ویلي چې د برتانیې د تېلو ټېنکر تر نیول کېدو مخکې له یوې کب نیوونکې کښتۍ سره په یوه پېښه کې ښکېله شوې وه.

نوموړي وویل دوی ورته خبردارې ورکړ خو د برتانیې کښتۍ له پامه وغورځول.

نوموړي وویل دغه ټينکر اوس په بندر عباس کې دې او ټوله عمله به یې تر هغې پکې موجوده وي تر څو چې پلټنې نه وي شوې.

امریکايي بېړۍ مو هېڅ ډرون نه دی ویشتلی: ایران

یوه امریکايي الوتک-وړونکې جنګي بېړۍ په هرمز تنګي کې. ۲۰۱۲ز کال ۱۹م جنوري

ایران له دې انکار کړی چې ګنې په ستراتیژیک هرمز تنګي کې امریکايي جنګي بېړۍ د دوی یو ډرون ویشتی دی. تر دې وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي ول چې یوې سمندري بېړۍ یې یو ایرانی ډرون ویشتلی دی.

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ارغچي د جولای پر ۱۹مه پر خپل ټویټ کښلي چې په هرمز تنګي او نه هم په بل ځای کې یې ډرون ویشتل شوی دی.

ایرانۍ میډیا د دغه هېواد د وسله وال ځواک یوه ویاند بریګېډیر جنرال ابو الفضل شېکرچي له خولې ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د بې ځایه او تېراېستونکیو دعوو باوجود په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د دوی ټول ډرون الوتکې خپلو اډو ته خوندي ستنې شوي دي.

رسنۍ یې د شېکرچي له خولې دا هم وايي چې د امریکا له سمندري بېړۍ سره د نښتې هېڅ رپوټونه نشته.

عدالت د مریم نواز خلاف د نیب درخواست د اورېدو جوګه و نه باله

مریم نواز احتساب عدالت ته له وړاندې کېدو پس د مسلم لیګ ن غړیو ته وینا کوي. ۲۰۱۷ز کال ۹ اکتوبر

د اسلام اباد احتساب عدالت د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز خلاف د نیب وړاندې کړی درخواست د اورېدو جوګه نه دی بللی او هغه یې هیسته کړی دی.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد احتساب عدالت جج محمد بشير د مريم نواز پرضد د لندن په ايون فيلډ مقدمه کې د جعلي سند کېس واورېد او په دغه مهال مریم نواز هم هلته وه.

د هغې وکيل امجد پروېز عدالت ته وويل د درخواست ودايرولو د۳۰ ورځو قانوني موده پای ته رسېدلې نو ځکه اوس د دغه درخواست د اورېدو وخت تېر شوی دی. نیب ته پکار ووه چې د قانون ۳۱م مادې له مخې یې یو کال وړاندې خپل اعتراضي ږغ پورته کړی وو. دې ته په کتو عدالت د نیب درخواست ویوست.

د احتساب عدالت د ۲۰۱۸ کال په جولايي مياشت کې په ايون فيلډ مقدمه کې نوازشريف ته ۱۰ کاله او د هغه لور مريم نواز ته ۷ کالو د بند سزا اورولې وه خو څه وخت وروسته اسلام اباد های کورټ يې سزا معطله کړه.

بلخوا مریم نواز په پنجشنبه له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې د هغې مبارزه او هڅې یوازې د نواز شریف لپاره نه بلکې د قانون د واکمنۍ لپاره دي.

مریم نواز تور پورې کړ چې موجوده وفاقي حکومت یې پرضد انتقامي کاروایي پیل کړې.

د پاکستان حکومت د مریم نواز د وروستی مرکې په ځواب کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا خبره په بیا بیا کړې چې د احتساب ادارې او عدالت په کارونو کې مداخلت نه کوي.

سلوواکی پولیس د افغان ارکسټرا څلور نجونه لټوي

کابل: د افغانستان ښځینه ارکسټرا غړې د موسیقۍ زده کړې پر مهال. ۲۰۱۷ز کال ۱۶م مې

سلوواکی پولیس د افغانستان ښځینه ارکسټرا د هغو څلورو نجونو په لټه کې دی چې په یوه مېله کې تر ګډون وروسته له هوټله تری تم (ورکې) شوې دي.

د 'زهره' په نوم ۳۵ کسیزې ارکسټرا د جولای پر ۱۳مه د سلوواکیا په ترینڅین ښار کې د پوهودا په نوم مېله کې موسیقي غږولې وه.

د ترینڅین پولیسو ویاند پاول کودلیڅکا وايي، تر مېلې وروسته د ارکسټرا غړې هوټل ته ولاړې خو په سبا سهار یې څلور ورکې وې. نوموړي د هغوی نومونه جوت نه کړل خو د سلوواکیا ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د دې ارکسټرا ځینو غړیو ویلي ول چې د یوې نجلۍ تربور په جرمني کې اوسي.

د دغو څلور نجونو له ورکېدو سره سره، ښځینه ارکسټرا چې پنځه کاله مخکې راجوړه شوې وه، د سلوواکیا لوېدیز کې یې دا اونۍ ګڼ کنسرټونه وغږول. دوی هله نوم وموند کله چې یې دوه کاله وړاندې په ډېوس کې د جهاني اقنصادي فورم په وروستۍ ورځ یې کنسرټ وړاندې کړ.

د کندهار امنیه قومندانۍ مخې ته تر چاودنې پس برید پای ته ورسېد

د کندهار ښار عینو مېنه

د کندهار پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ډله یز برید د افغان ځواکونو په تصفيوي عملیات پای ته رسېدلي دي. د ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د پېښې په ځای کې د هغو پاته سخت دريځو لټون هم دوام لري چې په تصفوي عملیاتو کې ښايي نه وي په نښه شوي.

نن کندهار د امنیې قومنداني په ختیځه دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډليېزه حمله پیل شوه. تر چاودنې وروسته یو شمېر بریدګر تر دروازې ورتېر شوي ول چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. وسله والو طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.

امنیه قوماندانۍ په کندهار کې عینو مينې ته نېږدې موقعیت لري.

نیب شاهد خاقان عباسي هم ونیو

د پاکستان پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان احتساب قامي ادارې نېب د مسلم ليګ (ن) يو مشر او د دې هېواد پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نيولی دی.

د مشال راډيو خبریال وايي، نیب نن شاهد خاقان عباسي په اېل اېن جي کېس کې وربللی وو خو نوموړي ورته له وړاندېدو انکار وکړ. عباسي نن د جولای ۱۸مهپه لاهور کې د مسلم ليګ (ن) د مشر شهباز شريف په خبري غونډه کې د ګډون لپاره روان وو چې د نیب چارواکو په ټوکر نياز بېګ سيمه کې ونيولو.

د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د عباسي د نيولو غندنه کړې او دا ګام يي سياسي انتقام بللی دی.

عباسي د مسلم ليګ (ن) په پخواني حکومت کې د پېټروليم وزير وو نو د نیب په ادعا هغه له قطر سره د اېل اېن جي (اوبلن/مايع قدرتي ګېس) کړې ټېکه د خپلې خوښې کمپنۍ تهورکړې وه خو نوموړی دغه تورونه ردوي.

ننګرهار: د ځانمرګو بریدونو سازوونکي ګرفتار

د افغانستان د ننګرهار چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیې کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جولای پر۱۷مه په شپه د عملیاتو په ترڅ کې په دې ولایت کې د ځانمرګو بریدونو سازوونکی او د وسله والو طالبانو یو مهم غړی شیرین مشهور په 'سهېل' ژوندی ونیول شو.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د جولای پر ۱۷مه په سهار مشال راډیو ته وویل: "شرین نیت کړی وو چې په د سره رود ولسوالۍ پر مقام په کرولا ګاډي ځانمرګی بم برید ترسره کړي. د برید لپاره د هغه تیار ګاډی یې دوه ورځې وړاندې په نکړخېلو سیمه کې په هوایي بمبار کې ویجاړ کړل شو او دی بېګا شپه ژوندی ونیولو.

خوږیاڼی زیاتوي: ''سهېل په لومړنیو څېړنو کې خپل جرم منلی دی."

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کانګو کې اېبولا وایرس تر بېړني حالته رسېدلی

د ایبولا وایرس. عکس له ارشیفه

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په شمال مشرقي کانګو کې د ایبولا د خونړي وایرس د خوریدو وروسته په نړیواله کچه د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړی.

دا وایرس اوس د روانډا پولې ته نېږدې د ګوما په نوم ښار ته رسېدلې چیرته چې دوه میلیونه خلک ژوند کوي.

ډبلیو اېچ او دا اعلان د جولای پر ۱۷مه وروسته له هغې وکړ چې پروسږ کال د اګست د میاشتې راهیسې د دې وایرس له کبله نېږدې ۱۷۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

دا په تاریخ کې د دې رنځ د خوریدو دویمه لویه پېښه ده.

امریکا اقتصادي ترهګري کوي: جواد ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، امریکا پر ایران د بندیزونو له عملي کولو سره په اقتصادي ترهګرۍ کې ښکېل شوې او له ایران سره د اټومي لوظنامې په وتلو سره يې خپل دریځ اغېزمن کړی.

د جولای پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل، پر ایران د ولسمشر ټرمپ یو طرفه بندیزونه د غیر قانوني سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره له کسته بېګناه وګړي په نښه کوي.

په ۲۰۱۸م کال د ایران او نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي لوظنامې د وتلو وروسته امریکا په ایران پراخ بندیزونه لګولي او هڅه کوي چې د ایرانيو تېلو د برامداتو کچه صفر ته راښکته کړي.

د ۲۰۱۵م کال د اټومي لوظنامې په نتیجه کې ایران خپل اټومي پروګرام محدود کړی ول او په بدل کې ترې بندیزونه لیرې کړل شوي ول.

د مالېزیايي الوتکې نسکورېدو پنځم تلین

د اوکراین ختیځ کې له راغوځول شوې مالېزیايي الوتکې قربانیان.

د جولای پر ۱۷مه د مالېزیا مساپر وړونکې الوتکې د اېم اېچ ۱۷ فلایټ د نسکورېدو د پېښې متاثره کورنۍ او هېوادونه په خپلو سفارتخانو کې د دغه پېښې پنځم تلین لمانځي.

دغه الوتکه د اوکراین په لانجمنه سیمه کې په نښه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د روسیې د لاس لرلو لوی ثبوتونه ترلاسه شوي دي.

د هالینډ په مشرۍ د نړیوالو پلټنو ترمخه دغه الوتکه د ۲۰۱۴م کال د جولای پر ۱۷مه له امسټرډمه و کوالا لمپور ته روانه وه چې د روس پلوو یاغیانو تر کنټرول لاندې د اوکراین په ختیزه سیمه کې په توغندي وویشتل شوه او پکې ناست ټول ۲۹۸ کسان ووژل شول چې پکې ۸۰ ماشومان هم ول.

د هالینډ په هېلورسم ښارګوټي کې د جولای پر۱۶مه د ۱۵مړو شوو کسانو کورنیو د پېښې په یاد کې شمعې بلې کړي.

په هغه پېښه کې د هالېنډ ۱۹۳ کسان وژل شوي ول.

د انصاف نړیوال عدالت پر کلبوشن یادو خپله فېصله اوروي

د پاکستان پوځ د کلبوشن يادو يوه ويډيو هم خپره کړې وه.

د انصاف نړیوال عدالت د جولای پر۱۷مه د کلبوشن یادو پر کېس خپله فیصله اوروي.

کلبوشن یادو چې د هند هوایي ځواک یو ریټایرډ افسر دی په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی وو.

په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان یوه عدالت هغه ته د مرګ سزا واورله چې هند پرې سخته خواشیني وښوده.

له هغه وروسته هند د انصاف نړیوال عدالت ته د دغه کېس په اړه اپیل وکړ.

پر یادو تور دی چې په بلوچستان کې یې د هندي استخباراتو لپاره کار کاوه.

اسلام اباد پر هند تور لګوي چې په بلوچستان صوبه کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي.

د سږني ۲۰۱۹ز کال په فېبرورۍ میاشت کې هنديو وکیلانو په دغه عدالت کې وویل چې دا یوه ناسمه او د پروپاګنډې په بنیاد جوړه شوې مقدمه ده.

بلخوا پاکستاني وکیل په ځواب کې پر یادو د ترهګرۍ تورونه لګولي دي.

'په میدان وردګو کې طالبانو ټول روغتیايي مرکزونه تړلي'

ارشیف،پکتیا کې وسله وال طالبان.

په افغانستان کې د سویډن کميټۍ چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت له نهو ولسوالیو څخه یې په شپږو کې۴۲ کلینیکونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.

د دغه کميټې د پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم وايي، له دې امله د میدان وردګو ولایت شپږ زره اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په وردګو کې د ۴۲ صحي مرکزونو تړل کېدل تایید کړي.

د میدان وردګ د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد نادر نادري مشال راډیو ته وویل چې د ده په شمول ټولو ډاکترانو ته د طالبانو له خوا ګواښونه شوي چې دندې پرېږدي او روغتونونه وتړي.

افغان چارواکي وایي، طالبانو د افغان پوځیانو د هغو عملیاتو په غبرګون دا کار کړی چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې څو ورځې مخکې تر درملنې لاندې وسله وال طالبان هدف ګرځولي و.

په دې برید کې د ملکیانود مرګ ژوبلې په اړه هم راپورونه ورکړل شوي وو.

په خټه ایرانۍ- فرانسوۍ فریبا عدلخواه مو نیولې: ایران

ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه

د ایران عدليې د جولای پر ۱۶مه د ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه د نیولو پخلی کړی.

د فرانس ولسمشر ايمانيول مېکخوا د جولای پر ۱۵مه وویل چې دا مسله یې له تهران سره راپورته کړې او د فریبا د نیول کېدو په اړه يې وضاحت غوښتی دی.

فریبا عدلخواه د پېرس د سیاسي مطالعاتو د انسټيټیوټ څېړونکې وه چې باور کېږي تېره مياشت ايران ته د سفر پر مهال د ایران اسلامي انقلابي ساتندويه ځواک د جاسوسۍ په شک نیولې ده.

د ایران د عدليې ویاند غلام حسېن اسماعیلي د جولای پر ۱۶مه خبریالانو ته وویل چې فریبا عدلخواه په دا وروستيو کې نیول شوې خو د مسلې حالت په کتو دم ګړی د نورو معلوماتو ورکول مناسب نه ګڼي.

تر دې وړاندې د فرانس ولسمشر په بلغراد کې په یوه خبري غونډه کې ويلي و چې هغه د فریبا عدلخواه پر نيول کېدو اندېښمن دی.

پاکستاني کشمیر کې سېلاونو ۲۸ کسان وژلي

په نیلم وادۍ کې له راغلي سېلاو پس خلک خوندي سیمو ته پناه وړي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵م جولای

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې توپاني بارانونو او سېلاوونو ګڼو خلکو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.

په پاکستان کې د طبعي ناورینونو سمبالولو ادارې یوه چارواکي سید الرحمن قریشي له ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې په سېلاو کې د ۲۸ کسانو د مړینې پخلی کړی او اندېښنه یې ښودلې چې د مرګژوبلې شمېره زیاتېدلای شي.

د راپورونو له مخې، تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر په نیلم دره کې د سېلابونو له امله په وژل شویو کسانو کې د ۱۰ تبلیغیانو په ګډون هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د سېل لپاره نیلم درې ته تللي ول.

چارواکي وايي چې دغو سېلاونو تر ۱۵۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اړولی چې له امله یې زرګونه کسانو خپلو کورونو پرېښي دي.

په پاکستان کې هر کال د جولای په میاشت کې د پشکال توپاني بارانونو لړۍ پیلېږي چې امله یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلاوونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.

ننګرهار: د یوه کور ودانۍ له نړېدو پنځه تنه وژل شوي

د افغانستان د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د بر پچیر په سیمه کې د یوه کور د نړېدو له امله پينځه تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی د جولای ۱۶مه ویلي چې په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې ده.

دا پېښه تېره شپه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وویل چې ټول وژل شوي وګړي د یوې کورنۍ غړي دي.

د دې علت لا نه دی څرګند چې د کور چت ولې کښېنستی دی.

پاکستان د افغانستان غاړې الوتنو ته فضايي حدود بیا پرانیستل

ارشیف

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې کره کړې چې پاکستان خپل فضايي حدود له افغانستانه د ورتلونکیو ټولو بهرنیو پروازونو پرمخ پرانیستی دی.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي نن د جولای په ۱۶مه، ازادي راډیو ته وویل، له کله راهیسې چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پروازونو ته تړلې وه، د افغانستان حکومت ته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت د فبروري میاشت کې خپل فضايي حدود له هند سره د نږدې پوځي کړکېچ د پېښېدو له وېرې بند کړ.

د پاکستان حکومت وروسته خپل فضايي حدود د ډېرو نړیوالو پروزاونو لپاره پرانیست خو له افغانستانه د هند لور ته پروازونه نه پرېښودل کېدل.

د پاکستان هوايي چلند ادارې په دوشنبه په یوه یادداښت کې اعلان وکړ چې فضايي حدود یې ټولو ملکي پروازونو ته پرانیستی دی.

لوګر چارواکي: پل علم کې هوايي حملې ۲۵ وسله وال وژلي

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال عبدالمتین حسین خېل ویلي چې د لوګر مرکز پل علم ته نږدې د کمال خېلو په سیمه کې په هوايي حمله کې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي او ۱۳ تنه زخمیان شوي دي.

ډګروال عبدالمتین نن خبریالانو ته وویل چې پر وسله والو طالبانو چې په‌دې سیمه کې را غونډ شوي وو، هوايي ځواکونو پرون ماښام بمبارد کړی دی.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې حمله پر یوه جومات شوې او ۲۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ویلي چې په پرونۍ حمله کې د وسله‌والو طالبانو دوه قوماندانان، مولوی حمید او حبیب اخندزاده وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

اېس ۴۰۰ دفاعي سېستم به ژر ولګوو: اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ایس ۴۰۰ په نامه د روس دفاعي نظام به د ۲۰۲۰م کال په اپرېل کې په مکمله توګه نصب کړي.

له روسیې د دې نظام اخیستلو له ناټو او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ترکيې په اړیکو کې تاوتریخوالی ډېر زیات کړی دی.

امریکا دړکه کړې که ترکيې له روسیې دا نظام واخلي نو بندیزونه به ورباندې ولګوي.

خو ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای پر ۱۵مه وویل چې اتو الوتکو د دې نظام ځینې برخې وار له مخه ترکيې ته رسولې دي او نور ورپسې دي.

نوموړي د استنبول پر اتاترک هوايي ډګر خلکو ته وویل، که د خدای خوښه وه نو دا نظام به د ۲۰۲۰ز کال تر اپرېل میاشتې پر خپلځای ولګول شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ترکيه به له روسیې څخه د پوځي سامان اخیستلو پرسر د د قانون سازۍ له لارې په نښه شي او هم د – ایف ۳۵ – په نامه جنګي الوتکو له پروګرامه اېستل کېدلای شي.

م.م امریکا ته د جواد ظریف د سفر پر محدودیت اندېښنه ښودلې

د یران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوې غونډې ته د وینا پر مهال.

ملګرو ملتونو د امریکا له خوا په روانه اونۍ کې نیویارک ته د تګ پر مهال د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف د سفري محدودیتونو لګولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

جواد ظریف د جولای پر ۱۴مه نیویارک ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده چې د جولای پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیز کونسل په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې جواد ظریف ته یوازې ملګرو ملتونو، ایراني ماموریت، د ایراني سفیر کور ته او د هوايي ډګر ترمنځ سفر کولای شي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د جولای پر ۱۵مه خبریالانو ته ویلي چې دوی په دې اړه په ملګرو ملتونو کې د امریکا او ایران له چارواکو سره په نېږدې تماس کې دي او کوربه امریکا ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوږدې مودې موجود تاوتریخوالی له هغه وروسته لا پسې زیات شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال امریکا له ایران سره له شوي ایټمي تړون څخه واېستله.

دا تړون په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ د دې لپاره شوی وو چې ایران د بندیزونو د نرمۍ په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړ.

په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۵.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط په کې برابر دي."

نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي او بودجه به یې د کرنې وزارت له‌خوا ورکړل شي.

تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر کې سېلاونو مرګژوبله اړولې

نقشه

چارواکي وايي، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمېر کې د سېلاوونو او کمرونو نړېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۲۴ کسانو د وژل کېدو وېره ده.

د ازاد جمو کشمېر قدرتي ناورينو سمبالولو ادارې چارواکی سعيد رحمان قريشی وايي، لږ تر لږه ۲۴ کسان اوبو وړي او ورک دي.

هغه زياته کړه چې حاضر ساعت نشي ويلای چې ورک کسان مړه دي خو تراوسه هيڅ ورک کس نه دی موندل شوی. نوموړي وويل چې پنځه کسان زخميان دي. سېلاوونه د نيلم وادۍ په سېلګره سيمه لسوا ښارګوټي کې نن راغلي دي.

قریشي وويل، سېلاوونو سل کورونو ته زيان رسولی او يو جومات هم وړی دی. د پاکستان ناورينونو سمبالولو ادارې اېف ډي اېم اې وياند ثاقب ممتاز ويلي، پوځ د خلکو د ژغورلو او موندلو په کارونو کې د ځايي انتظاميي مرسته کوي.

د سومالیا پر هوټل وسله وال برید پای ته ورسېد

د سومالیا په ساحلي ښار کسمایو کې پر هوټل برید د ټولو وسله والو په وژنه پای ته رسېدلی.

پولیسو د جولای پر ۱۴مه وویل، په حمله کې ټول ۲۶ کسان وژل شوي دي.

د دوی په خبره، لومړی وسله والو د هوټل په وره کې موټر بمي ځانمرګی برید وکړ. تر دې وروسته بریدګر په هوټل ورننوتل چې تر ۱۴ ساعتونو نښتې وروسته ووژل شول.

وسله والې ډلې الشباب د حملې ذمه واري منلې.

د بنګلادېش پخوانی پوځي واکمن ومړ

د بنګلادېش پخوانی پوځي واکمن حسین محمد ارشاد د ۹۱ کلونو په عمر کې ومړ.

د هغه هېواد چارواکي وايي، نوموړی د جولای پر ۱۳مه په روغتون کې مړ شو.

ارشاد په ۱۹۸۲ز کال کې واک اخیستی وو او تر ۱۹۹۰ز پورې واکمن وو.

نوموړی د جون له میاشت راهیسې په روغتون کې بستر وو.

ارشاد اوسمهال په د بنګلادېش په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر وو.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG