د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه کابل کې د درغلۍ پر موضوع کنفرانس جوړوي


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

اروپايي ټولنه د جولای پر۱۰مه په کابل کې د اداري فساد پرضد پنځم کلنی کنفرانس جوړوي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کنفرانس به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړ شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حکومتدارۍ، امانتدارۍ او حسابدارۍ پورې تړلي ټول مسایل د پوره پاملرنې وړ دي.

ټاکل شوې چې د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې په دې پنځم کلني کنفرانس کې به ولسمشر اشرف غني، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایاوډون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یماموتو او یوشمېر نور چارواکي ګډون وکړي.

افغانستان د نړۍ یو له څو هغو هېوادونو دی چې اداري فساد پکې تر نورو زیات دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG