د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي


په کوټه کې د ګوزڼ ضد بېړني مرکز د جولای پر اتمه مشال رېډیو ته د دې پخلی وکړ چې د عبدالله کلا چمن ضلعې په پنج پیراني کې په یو نهه میاشتني ماشوم کې او د جعفر اباد د شابان سیمې په یوه اته میاشتني ماشوم کې د ګوزڼ وایرس موندل شوي دي.

د چارواکیو په وینا په بلوچستان کې په تېرو شپږو میاشتو کي یو کېس هم نه وو ښکاره شوی.

چارواکي وايي په چمن او جعفرآباد کې یې د دې کېسونو وجوهاتو معلومولو لپاره پلټنې پیل کړي دي. له دې دوو کېسونو سره په پاکستان کې په ۲۰۱۹ز کال کې د ګوزڼ کېسونو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG