د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار اداره په شام کې د سلګونو ولسي کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي


یوه شامۍ مېرمن ویر کوي
یوه شامۍ مېرمن ویر کوي

د شام د بشري حقونو د څار بريتانيا ميشته اداره وايي، د هېواد په شمال لويديځ کې له تېرو دوو ماشتو راهېسي د روس په ملاتړ د ياغيانو په مرکزونو بريدونو کې لږ تر لږه ۵۴۴ ملکي وګړي وژل شوي او دوه زره نور ژوبل شوي دي.

د شام د بشری حقونو اداره چې د مرګ ژوبلې څارنه کوي او د ملګرو ملتونو ادارو ته یې معلومات ورکړي، د جولای په پنځمه، د روس او شام په حکومتونو تور لګولی چې په ادلیب صوبه کې قصدا ملکيان په نښه کوي.

بلخوا د بشري حقونو د څار نړيواله اداره (هيومن رایټس واچ) وايي، روس او شام په ګډو هوايي بريدونو کې کلسټر بمونه کارولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG