د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ننګرهار بې کوره شوي خلک خپلو کلیو ته ستنوو'


د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي، د ناامنیو له کبله بې کوره شوې زرګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنوي.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د جولای پر څلورمه ماښام مشال راډیو ته وویل، د شاوخوا ۱۴ زره کورنیو ستنولو لړۍ د جولای پر څلورمه پیل شوه.

دی وايي، دا کورنۍ کوټ، بټي کوټ، شینوارو او مومنددرې ولسوالیو ته استول کېږي.

خوږیاڼي زیاته کړه چې په یادو ولسوالیو کې امنیتي حالات ښه شوي.

دا خلک تر هغې وروسته له خپلو سیمو بې کوره شوي ول چې د اسلامي دولت وسله والو یې په ولسوالیو کې فعالیتونه کول او افغان امنیتي ځواکونو یې پرضد عملیات پیل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG