د افغانستان ننګرهار چارواکي وایي چې د جولای پر دویمه شپه د بهرنیو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې د خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي اړوند سکندرۍ سیمه کې درې تنه داعش وسله وال وژلي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، په یاد برید کې ولسي وګړیو ته زیان نه دی اوښتی.