د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي کوریا د ټرمپ او کیم لیدنه د دښمنیو پای وباله


د جنوبي کوریا ولسمشر د امریکا او د شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ وروستۍ کتنه چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ پوله کې یې ترسره کړه، د هېوادونو ترمنځ د دښمنیو پای وباله.

مون جي این دغه څرګندونې د جولای پر دویمه د خپلې کابینې غونډې ته وکړې او ویې ویل چې د ټرمپ او کیم کتنه دا معنا لري چې دواړو هېوادونو د دښمنۍ اړیکو د پای ته رسولو او د سولې د یوه نوي پړاو د پیلولو اعلان وکړ.

ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون د جون پر۳۰مه پر دې پوله سره وکتل.

د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د اټومي لانجې د سوله ییز هواري لپاره هڅه کړې چې د ټرمپ او کیم ترمنځ ډیپلوماسي پیل شي.

ټرمپ او کیم په دې کتنه کې هوکړه وکړه چې د اټومې لانجې پر سر خبرې بېرته پیلوي، خو یوې خوا هم نښه ونه ښوده چې په څه ډول به د کوریا د ټاپو وزمې چې له اټومي وسلو څخه پاکه وي، هدف ترلاسه کوي او ایا په دې برخه کې هوکړې ته نېږدې شوي که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG