د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم دوه نور مخکښان اقبال مسود او عارف وزیر پرېښودل شول


د پي ټي اېم دوه نور مخکښان اقبال مسود او عارف وزیر پرېښودل شول
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

له جنوبي وزیرستانه د صوبایي اسمبلۍ انتخاباتو ته ولاړ دوه ازاد امیدواران او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځایي غړي اقبال مسود او عارف وزیر چې څو ورځې وړاندې امنیتي ادارو نیولي ول په دوشنبه/جولای لومړۍ د هري پور او ډېره اسماعیل خان له جېلونو څخه خوشې کړل شول. د هري پور له زندانه خوشې کړل شوي اقبال مسود په دوشنبه مشال راډیو ته وویل، دی او ځینې نور ملګري یې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د ملاتړ له وجې ونیول او له انتخاباتي کمپېن څخه لیرې وساتل. په قبایلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان یوشمېر انتخاباتي امیدوران شکایت کوي امنیتي ادارو او پولیسو په ځینو سیمو کې ۱۴۴ دفعه لګولې او دوی انتخاباتي کمپېن ته نه پرېږدي. خو د سیمې چارواکي وایي دغه ګام یې د امنیتي وجوهاتو له کبله پورته کړی. د سېلاب مسود راپور

XS
SM
MD
LG