د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال سره ولیدل


د ترکیې او امریکا ولسمشران
د ترکیې او امریکا ولسمشران

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

ټرمپ او اردوغان د جون پر ۲۹مه د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د جاپان په اوساکای ښار کې سره وکتل.

د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال سره د دې لپاره ملاقات وکړ چې نوموړی وهڅوي چې د روس د - ایس څلور سوه - په نامه پرمختللی هوايي دفاعي نظام له خریدارۍ لاس په سر شي.

ټرمپ اردوغان ته ویلي، دا یوه ستونزمنه معامله ده او زیاته یې کړه چې دا ښه نه ده.

واشنګټن ویلي، که چېرې ترکي د روس د دې نظام د خریدارۍ معامله د جولایي تر ۳۱مه لغوه نه کړي، نو دغه هېواد به د - ایف پنځه دېرش - په نامه د جنګي الوتکو د نوي نسل د خریدارۍ اجازه ور نه کړي.

امریکا له ترکي غوښتي چې د روس د نظام پرځای دې د امریکا پاټریوټ راکټونه واخلي.

اردوغان له ټرمپ سره په ملاقات کې ویلي، ستراتیژیک ګډون یې په ډېرو برخو کې پیوستون ته اړتیا لري.

د ترکي ولسمشر له ټرمپ سره تر کتنې وړاندې د روس له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ملاقات کې ویلي، د روس ایس څلور سوه نومي هوايي دفاعي نظام ورته ډېر ورته ارزښت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG