د پاکستان بشري حقونو کمېشن ښځینه او نارینه مشرانو د خیبر پښتونخوا د سوهېلي سیمو ډېره اسماعیل خان او بنو دوه ورځنۍ دوره وکړه چې هلته د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د سږني کال پر ۲۶مه مې د رامنځته شوې پېښې پلټنې وکړي، په قبایلي سیمو کې د کېدونکیو انتخاباتو، هلته د بشري حقونو وضعیت څېړل، له پاکستانیو پوځي چارواکیو او سیول انتظامیې سره لیدنه وه چې د هغوی نظر واخیستل شي. دا خبرې د بشري حقونو کمېشن یوه غړي شاهد خان په سېشنبه له مشال راډيو سره کولې. نوموړی زیاتوي چې د جنوبي او شمالي وزیرستان له ولسونو سره د لیدو پر مهال هغوی ویل چې کورونه یې ړنګ شوي او کاروبارونه یې ویجاړ شوي دي. د شاهد خان وینا وه چې دوی یوازې یواړخیزه یانې د وزیرستانیانو ولسي نظر اخیستی دی. پوځي او انتظامي چارواکیو د کرفیو له وجې وزیرستان ته نه پرېښودلو.