د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

له شامیانو پس افغانانو په اروپایي هېوادونو کې ډېره پناه غوښتې

ارشیف، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ځوانان

په ۲۰۱۸ ز کال له شامیانو پس ډېرو افغانانو د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې پناه غوښتې.

د اروپايي ټولنې پناه ورکولو چارو ادارې EASO د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۶۶۵ زره کسانو په اروپایي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې د وړم ۲۰۱۷ کال په نسبت په سلو کې لس کموالی ښیي.

د شامیانو شمېر ۸۵ زره او د افغانانو ۴۷ زره او ۲۵۰ تنه ښودل شوی.

جرمني بیا هم د اروپایي اتحادیې هغه هېواد بلل شوی چې ډېرو کسانو ورته د پناه غوښتنه کړې، په دوهم ځای کې فرانسه ورپسې یونان، اېټالیا او هسپانیا دي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

فرانسه: هند دې د کشميريانو د حقونو درناوی وکړي

ايمانيول مېکخوا (ښی لاس ته) او نريندرا مودي (کيڼ لاس ته)

پراګ - د فرانسې ولسمشر ایمانيول مېکخوا هندي وزیراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې هیواد یې په کشمیر کې حالات له نږدې څاري او ورڅخه یې غوښتنه کړې چې د کشمیر د دواړه خواو خلکو د حقونو درناوی دې وکړي.

میکخوا دا څرګندونې پرون (د اګست پر ۲۲مه) له مودي سره له پاریسه بهر په شینتي يي کې د لیدو پر وخت کړي. میکخوا وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره هم د ورته خبرو اترو پلان لري.

میکخوا زیاته کړه چې مودي ته یې وویل دا د پاکستان او هند ذمه واري ده چې په سیمه کې حالات خرابېدو ته پرېنږدي. مودي په مستقیم ډول د کشمیر نوم یاد نه کړ خو د توندروۍ خلاف جګړې ته د دوام ورکولو خبره یې وکړه.

روسيه کې حکومت مخالف سياسي مشر له زندانه خوشي شو

الېکسي ناوالني له زندانه راووت

پراګ - په روسيه کې حکومت مخالف سیاسي مشر الېکسي ناوالني نن د ماسکو له یو زندانه خوشي شوی دی. هغه ته د دغه هېواد د مظاهرو په اړه د سخت قانون د سړغړونې په تور د ۳۰ ورځو د بند سزا اورول شوې وه.

نن (د اګست پر ۲۳مه) په ماسکو کې تر خوشي کېدو وروسته ناوالني خبریالانو ته وویل هغه په دې کې هیڅ شک نه لري چې دا وخت د یرې ترهې پر کارونو سربېره چې څه ډول خلک نیول کېږي، دا مظاهرې به زیاتېږي او دا حکومت به پر خپلو کړنو سخت پښېمانه وي.

په روسيه کې مظاهرې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې انتخاباتي چارواکو د ماسکو په را روانو بلدیاتي انتخاباتو کې ځینې ازاد کانديدان له برخې اخيستو منع کړل. په دغو کې ځینو مظاهرو ته اجازه ورکړل شوې وه او ځینو ته نه.

په ماسکو کې د مظاهرو پر مهال په زرګونه مظاهرچیان چې د رايې کارولو غوښتنه کوي د پولیسو لخوا نیول شوي دي. د دغو مظاهرو داسې ویډیوګانې زیاتې خپرې شوي دي چې پکې پولیس پر مظاچیانو تشدد کوي. دا مظاهرې د روس نورو ښارونو ته هم خورې شوې دي.

الېکسي ناوالني چې د کريملين له انتقادکوونکو دى، تېره مياشت (جولای) ورته تر هغې وروسته د ۳۰ ورځو د بند سزا واورول شوه چې کله نوموړي له خلکو په هغو لاریونونو کې د ګډون غوښتنه وکړه چې اجازه نه و ورکړل شوې.

پاکستان سپریم کورټ د احتساب عدالت د جج په اړه پرېکړه واورول

د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ (ارشيف)

اسلام اباد - پاکستان سپریم کورټ نن (د اګست پر ۲۳مه) د احتساب عدالت د پخواني جج ارشد ملک د مبینه ویډیو سکېنډل په اړه پر جمع کړل شويو درخواستونو خپله پرېکړه واورول. سپریم کورټ ويلي چې په دې مقدمه کې دا وخت څه ډول فيصله ورکول به د دې عدالت لپاره مناسبه نه وي.

د چيف جسټس اصف سعید کوسه په مشرۍ درې کسیزه جرګه ګۍ په خپله فيصله کې ويلي چې دغه ویډیو پخواني وزیراعظم نواز شریف ته تر هغه وخته هېڅ قانوني ګټه نشي رسولی تر څو چې په دې اړه په رسمي توګه په اسلام اباد های کورټ کې درخواست نه وي جمع شوی، او د دغه ويډیو د کره والي تر ثابتېدو وروسته دا په قانوني توګه د ثبوت په توګه نه وي وړاندې کړل شوې.

په دغه خپره شوې ویډیو کې د احتساب عدالت پخوانی جج ارشد ملک وایي چې ده د ځینو پټو قوتونو د فشار له کبله پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د العزیزیه په نوم د فولادو کارخانې په مقدمه کې سزا اورولې وه. په دغه مقدمه کې نواز شریف ته د اوو (۷) کلونو د بند سزا اورول شوې ده چې هغه یې د لاهور په کوټ لکپت زندان کې تېروي.

اوکراین د ازادې اروپا راډیو پر يوې خپرونې د رسوایۍ مقدمه درج کړې

پراګ - اوکراینی حکومت وايي، د ولسمشر د دفتر مشر د ازادې اروپا راډیو د اوکراینۍ څانګې د څېړنیز ژورنالېزم پر یوه خپرونه د رسوایۍ مقدمه کوي.

د حکومت د عدلي څانګې پر ووبپاڼې راغلي دي چې مقدمه د اګست پر ۲۰مه په کییف کې دایره شوې چې موخه یې د اندرې بوګدان د ((عزت، وقار او کاروباري اعتبار)) دفاع کول دي.

په مقدمه کې د اوکراین دولتي رسنۍ او د سکیمې په نوم د خپرونې درې غړي، مشره مدیره نتالکا سېدلېڅکا او خبریالان مکسیم سفچوک او ولېریا یېګوشینا یاد شوي دي. سکیمې د ازادې اروپا راډیو د اوکراینۍ څانګې او د یو اې پېرشې ټېلېوېژن ګډه خپرونه ده. پېرشې ټېلېوېژن د اوکراین د دولتي رسنۍ برخه ده.

په کییف کې د ازادې اروپا راډیو د دفتر مشرې اېنا کوزنېڅوفا پرون ویلي چې تر اوسه یې خبریالانو یا راډیو د مقدمې متن نه دی تر لاسه کړی. نوموړې زیاتوي چې کله متن ورورسېد نو وکیلانو ته به یې وښيي او د اندرې بوګدان د دعوو ځواب به ورکړي.

ټاکل شوې چې د کییف عدالت د سېپټېمبر پر ۱۹مه د مقدمې لومړۍ اورېدنه وکړي.

خوست کې بمي چاودنو مرګ ژوبله اړولې

خوست (ارشيف)

په خوست کې د اګست پر ۲۳مه، مازیګر مهال په دوو چاودنو کې یو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل دي.

ولایتي او امنیتي چارواکي وايي، لومړی په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو پر شخصي ګاډو موټر بم برید وشو چې پکې یو ولسي وګړی ووژل شو او پېنځه ژوبل شول. ولسوال محمد اکبر ځدراڼ تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، سرتېري له خپلې دندې چوټي شوي ول او کورونو ته روان ول چې د برید ښکار شول.

تر دې لږ وروسته د خوست ښار په مرکزي چوک کې له حمام مارکېټ سره نېږدې د ځمکلاندې بم چاودنه وشوه چې پکې شپږ ولسي وګړي ژوبل شول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل وايي، په پېښه کې د ژوبلو حالت د ډاډ وړ دی.

د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

ايران د امريکا پر بنديزونو سربېره نوی ميزايلي دفاعي نظام جوړ کړ

د ايران نوی دفاعي ميزايل نظام

پراګ - ايران په هېواد کې د جوړ اوږد واټن ویشتونکو توغندیو دفاعي نظام په رامنځته کولو سره د امريکا ضد خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زيات شوی دی.

نن (د اګست پر ۲۲مه) په تهران کې له هوا پر ځمکه د هدف ويشتونکي ګرځنده ميزايل نظام په ډاګه کولو دستورې ته ايراني ولسمشر حسن روحاني وويل، لکه څنګه چې د ايران دښمن منطق نه مني نو موږ ورته هم په منطق ځواب نه ورکوو.

د نوموړي په خبره کله چې دښمن د دوی پر ضد ميزايل داغي نو دوی نه شي کولای چې راکټ ته ووايي: "زموږ هېواد او بې ګناه ولس مه په نښه کوه."

د ايراني ولسمشر وينا او ميزايلي دفاعي نظام د تهران او واشنګټن ترمنځ تر هغې لفظې جګړې وروستۍ کړۍ ده چې د ډېرو په اند په وسله واله جګړه باندې بدلېدای شي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ تر هغې وروسته کړکېچ زیات شو کله چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هېواد د ۲۰۱۵م کال له شوي اټومي تړون څخه بهر کړ او پر ایران یې بندیزونه بیا عملي کړل چې پکې د دغه هېواد د تېلو او اقتصاد څانګې په نښه شوي دي.

اسلام اباد کې دوه پوليس وژل شوي او يو ژوبل

پاکستاني پوليس (ارشيف)

اسلام اباد - د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د وسله والو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی. بريد پرون ماښام (د اګست پر ۲۱مه) د سبزي منډۍ تاڼې مخې ته د پوليسو پر پوسته وشو.

وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي دي. بلخوا د پېښې د پلټنو لپاره د پاکستاني پوليسو دوې ډلې جوړې شوې دي.

د وژل شوو پوليسو د جنازې لمونځ نن (د اګست پر ۲۳مه) په اسلام اباد کې ادا کړل شو چې پکې د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه او د اسلام اباد پوليسو پر مشر سربېره نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د حزب الاحرار په نوم وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت منلی دی.

افغانستان کې دوه امريکايي پوځيان وژل شوي

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو موتړ (ارشيف)

پراګ - په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې د دوی دوه امریکایي پوځیان په دغه هېواد کې وژل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت د اګست پر ۲۱مه په یوه بیان کې ویلي چې دوه امریکایي سرتیرې د چارشنبې په ورځ (د اګست پر ۲۱مه) په افغانستان کې وژل شوي دي خو د دغو پوځیانو د شناخت په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي او دا هم نه دي ویل شوي چې دا عسکر چیرته وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د طالبانو له استازو سره د قطر په دوحه کې يو ځل بيا د سولې مذاکرات پيلوي . په افغانستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر موجود دي چې زیاتره یې افغان امنیتي عسکرو ته روزنه ورکوي.

خوست: یو کس د کورنۍ د غړو تر وژنې وروسته ځانوژنه کړې

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې یوه کس د خپل پلار، مور او خور تر وژنې وروسته خودکشي کړې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، پېښه د اګست پر ۲۱مه سهار شوې.

دی وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې پېښه د کورنیو ستونزو له کبله شوې.

د تڼیو د لغوړي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، دا پېښه په کور کې د جنجال له وجې شوې چې پکې د هغه کس یو ورور هم ژوبل شوی چې اوس په روغتون کې دی.

پولیسو په پېښه کې د وژل شویو او ژوبل کس نوم نه دی اخیستی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ایران په ترهګرۍ تورن کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اګست پر ۲۰مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته، چې د منځني ختیځ د سولې او پر امنیتي چلنچونو بحث ته ځانګړې شوې، په مشخص ډول د ایران نوم واخیست او هغه هېواد یې د ترهګرۍ په تور، تورن کړ.

پامپیو وویل، تهران او نیابتي ځواکونه یې د عراق، لبنان، سوریې (شام) او یمن په کړکېچونو کې ترهګرۍ او ناکرارۍ ته لمن وهي چې ناوړه بشري عواقب لري.

هغه وویل، که ملګري ملتونه پرېږدي چې پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې پای ته ورسي، تهران به ګډوډي پیدا کړي.

پر ایران د ملګرو ملتونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په ترځ کې د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک او د قدس ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د سفر بندیز هم لګول شوی دی.

پر نورو ۲۳ ایراني چارواکو هم د سفر بندیزونه لګول شوي دي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د مایک پامپیو تر دې څرګندونو مخکې د اګست پر ۲۰مه، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه ځکه ډېر مهم دي چې پر ایران د وسلو د پلورلو او هم یې پر چارواکو د سفر بندیزونه دوام ومومي.

سپېن کې افغان سفير لوټل شوی

هسپانوي پوليس (ارشيف)

د اروپايي هېواد سپېن پوليس او سفارتي سرچينې وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفير لوټل شوی دی. دا پېښه په دا وروستيو کې د سپېن په شمال ختيځ مديتراني ساحل کې له شوو لويو پېښو څخه يوه ګڼل کېږي.

د پوليس يو وياند وايي چې بريدګرو د اګست پر ۱۸مه د بارسلونا ښار په مرکز کې په يوه کوڅه کې د همايون رسا د قيمتي ساعت اخيستلو لپاره هغه پر مځکې ټېل واهه. په مېډريډ کې د افغان سفارت يوې سرچينې ويلي چې رسا په پښه کې معمولي زخمي شوی خو جوړ دی. نوموړی بارسلونا ته د افغانستان د خپلواکۍ د جشن لمانځلو لپاره تللی و.

هسپانوي ورځپاڼې ايل پېريوډيکو راپور ورکړی چې د همايون رسا د لاسي ساعت بيعه ۱۷ زره يورو وه. په بارسلونا کې د رسا د لوټلو پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې د اروپا په دغه يو تر ټولو سېلګريز ښار کې په دا وروستيو کې جرايم زيات شوي چې پر مهال يې يو شمېر بهرنيان لوټل شوي دي.

په خېبر بښتونخوا کې د سیلابونو خبرداری ورکړل شوی

په ۲۰۱۱م سیلابونو کې د کالام اغیزمن شوی سړک

په خیبر پښتونخوا کې د افتونو سره د مبارزې د ادارې مشر پرويزخان د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، خلکو ته یې د سیلابونو خبرداری ورکړی او ورته یې ویلي چې ويښ بیدار دې اوسي.

نوموړی وايي د دوه قسمه سیلابونو وېره دوی ویني، لومړی د بارانونو له وجې او دوهمه دا چې د معلوماتو پر اساس کېدی شي د هند د «السي» ډیم اوبه پر پاکستان پرېښودل شي. دا اوبه د ګلګت بلتستان له لارې د خیبر پښتونخوا ځینو سیمو ته تلی او هغه ځایونه اغېزمنولی شي.

نوموړی وايي د اباسین پر غاړه ابادو کلیو خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې له احتیاطه کار واخلي. هغه زیاتوي چې د سیلابونو له وجې د بره کوهستان، پټن، بټګرام، تورغر، مانسهره ، ایبټ اباد، هریپور، نوښار او ډېره اسماعیل خان اغېزمنېدای شي.

اپوزیشن په اسلام اباد کې حکومت مخالفه مظاهرې پیلوي

د ۲۰۱۹ په جولایي کې د اپوزیشن ګوندونو مشران

په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو په ټولګوندیزه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د اوسني حکومت پر ضد به په اسلام اباد کې د مظاهرو لړۍ پېلوي.

غونډه د جمیعت علما اسلام (ف ) د مشر مولانا فضل رحمان لخوا د اګست پر ۱۹مه غوښتل شوی وو چې پکې د اپوزیشن د ټولو ګوندونو مشرانو او استازو ګډون وکړ.

مولانا فضل رحمان د غونډې په پای کې وویل چې د اګست پر ۲۹مه به د حکومت پر ضد د مظاهرو د پیلولو لپاره نېټه ټاکل کېږي.

بل پلو د پاکستان د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په یو ټویټر بیان کې لیکلي د اپوزیشن ټولګوندیزه کانفرانس د خپلمنځي سیاست یوه هڅه وه او د دوی حکومت ته ترې هېڅ قسمه خطره نشته.

په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو کاربندیز دوام لري

په ۲۰۱۸ کې په کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو د احتجاج عکس

د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو سیمو کې د ځوانو ډاکټرانو کاربندېز روان دی. دوی له تېرو دوو ورځو راهېسې او پي ډیز هم بندې کړي دي چې له وجې یې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي.

د ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم خان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د دوی د تحفظ له پاره هېڅ ‌ډول ګامونه نه پورته کوي چې له وجې یې دوی پر هړتال کولو مجبوره شوي دي.

نوموړي دړکه وکړه چې که حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به په ایمرجنسي وارډونو کې هم کار بند کړي.

د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر هسپتالونو کې ځوانو ډاکټرانو کاربندیز د اګست له لسمې پیل کړی دی.

خو بل پلو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال ته وویل چې د ډاکټرانو هړتال غیر قانوني دی او حکومت ورسره هر وخت خبرو ته چمتو دی.

د پاکستان وزیراعظم د پوځ د مشر دنده تر درو کلونو وغځوله

وزیراعظم عمران خان د جنرال باجوه د دندې موده غځولې

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده تر درو نورو کلونو غځولې ده.

د هېواد دولتي راډیو د اګست پر ۱۹مه ویلي چې وزیراعظم دا اقدام د ((سیمې امنیتي ماحول)) ته په کتو کړی دی.

ټاکل شوې وه چې د جنرال باجوه دنده د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې پای ته ورسي.

د وزیراعظم له دفتره په خپور فرمان کې راغلي چې د باجوه د دندې دویم پړاو به یې د لومړي هغه تر پای وروسته پیلېږي.

باجوه د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د دندې تر پای وروسته د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف د پوځ مشر کړی وو.

امریکا کې د افغانستان سفارت د پاکستان سفیر څرګندونې رد کړې

د افغانستان او پاکستان بیرغونه

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د کشمیر له شخړې سره د افغانستان د مسلې د تړلو په اړه د پاکستان د سفیر پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د اګست پر ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پاکستان د سفیر اسد مجید خان دا څرګندونې بې اساسه دي چې ګنې په کشمیر کې روان کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغېزمنوي.

د افغانستان سفارت ویلي چې د افغانستان له سولې سره د کشمیر د حالاتو تړل بې دلیله، غیر مسوولانه او غیر موجه دي.

تر دې مخکې هم ځینو پاکستاني چارواکو ویلي ول چې ممکن د کشمیر وضعیت د افغانستان د سولې روان بهیر چې پاکستان پکې مهم رول لري، اغېزمنه کړي.

خو په کابل کې د پاکستان سفیر د هند تر واک لاندې کشمیر کې د اګست پېنځمې تر بدلونونو وروسته په خبري غونډه کې سپینه کړې وه چې د کشمیر لانجه له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

بره دیر کې په بمي چاودنه کې څلور کسان وژل شوي

په بر دیر کې د سړک تر غاړې بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

د دیر ضلعې پولیسو مشر میا نصیب جان د اګست په ۱۸ مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه هم د دغه ورځې مازیګر مهال د شیرینګل سیمې په حیاګي کې شوې چې پکې د یو ځايي مشر ملک معتبر خان قافله په نښه کړل شوې ده.

ملک معتبر خان د طالبانو پر ضد د امن لښکر مشري هم کړې ده. تحریک طالبان پاکستان د دې برید ذمه واري منلې ده. خو پولیس وايي ملک معتبر خان او ملګري یې شخصي دشمنۍ هم لري نو ځکه به دوی د دې پېښې هر اړخیز تحقیقات کوي.

سوډان: د پوځ او اپوزیشن ترمنځ د واک پر وېش تړون وشو

په سوډان کې د پوځ او اپوزیشن ترمنځ د واک پر وېش تړون وشو

د سوډان پوځ او په هغه هېواد کې د سیاسي اپوزېشن ایتلاف ترمنځ د واک د شریکولو موافقه لاسلیک شوه.

دا ګام د اګست پر ۱۷مه په پلازمېنه خرطوم کې پورته کړل شو.

دا موافقه به په یاد هېواد کې ملکې واکمنۍ ته لاره هواره کړي. په اپریل مياشت کې له لاریونونو وروسته ولسمشر عمر البشیر له واکه لرې کړل شوی وو.

د دې تړون پر اساس به یوه خپلواکه شورا چې پر شپږو ملکي وګړو او پنځو پوځي قومندانانو مشتمله وي، په هېواد کې تر انتخاباتو چاري سنبالوي.

ټاکل شوې چې د هېواد وزيراعظم په راتلونکې اوونۍ کې وټاکل شي.

ایران څلور بندیوانې مېرمنې خوشې کړې

د بشري حقونو د څار د نړېوالې ادارې يوې څېړونکې ويلي، تهران هغه څلور مېرمنې خوشي کړې چې په مبينه توګه د سړو په جامو کې د فټبال لوبې کتو ته لوبغالي ته ورغلې وي.

دوي د ايراني حکومت لخوا د لوبو میدان ته د ښځو پر ورتګ د بنديز ضد د احتجاج لپاره دا ګام پورته کړی وو.

د سازمان یوې څېړونکې تارا سفريفر د اګست پر ۱۷مه په ټوېټر وويل چې یادې څلور مېرمنې په ضمانت خوشي شوې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې یوې مشرې منکي ورډن د اګست پر ۱۶مه د فټبال پر نړېوال فیدراسیون یا فیفا غږ کړی وو چې د ایران پر ضد دې بندیزونه اعلان کړي ځکه چې هغوی جنسي توپېر پالي.

د اګست پر ۱۷مه په خوشې شویو مېرمنو کې د زهرا خوشنواز په نوم یوه مشهوره مدني فعاله هم شامله ده. تر څنګ یې نورې خوشې شوې ایرانۍ مېرمنې فروغ الايي، لیلي مالیکی او هدیه مروستي نومېږي.

یوکراین: پر هوټل د اورلګېدو پېښې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په  ټوکیو سټار نومې هوټل کې 273 کمرې دي او اور وژونکیو په دریو ګېنټو کې په اور قابو ومونده.

د یوکراین د بیړنۍ ادارې ترمخه د دغه هېواد په جنوبي بندر اوډېسه کې د اګست د ۱۷مې په سهار په یو شخصي هوټل کې د اور لګیدو په پېښه کې اته کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوی دي.

د یوکراین د بیړنۍ ادارې په یو بیان کې ویلي چې ۱۰ کسان د پېښې له ځایه ژغورل شوي دي.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د اورګېدو پر مهال په هوټل کې څومره کسان موجود وو. دوی دا هم نه دي ویلي چې د اور لګېدو علت څه وو؟

په ټوکیو سټار نومې هوټل کې 273 کمرې دي او اور وژونکیو په دریو ګېنټو کې په اور قابو ومونده. د پولیسو په وینا د پېښې پلټنې پېل شوي دي.

عمران خان د کشمیر په اړه د سلامتي کونسل د غونډې هرکلی وکړ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جمو او کشمیر د لانجې د هوارۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د غونډې هرکلی کړی دی.

نوموړي د اګست پر ۱۷مه، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د جمو او کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د سیکیورټي کونسل د غونډې هرکلی کوي چې پکې په دغه سیمه کې په موجوده حالاتو بحث وشو.

عمران خان لیکلي، دا په تېرو پنځوسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د کشمیر مسله په داسې نړیوال فورم کې پورته کړل شوه.

دا له هغې وروسته ده چې د اګست پر ۱۶مه، د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل په پاکستان او هند غږ وکړ چې د کشمير په مسله دې له زغمه کار واخلي.

د پاکستان په غوښتنه بلل شوې د امنيتي شورا غونډه د اګست پر ۱۶مه، په نيو يارک کې وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست په پنځمه د هند حکومت د يو صدارتي فرمان له مخې د هند تر واک لاندې د جمو او کشمير ځانګړی اييني حیثيت ختم کړ، او دغه سیمه یې له خپل هېواد سره یو ځای کړه.

زرداري په عدالتي ریمانډ اډیالې جیل ته لېږل شوی

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري

په اسلام اباد کې د احتساب یو عدالت د پیپلز ګوند مشر او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په عدالتي ریمانډ د اګست تر ۱۹مې نیټې اډیالې جیل ته لیږلی دی.

نوموړی د اګست پر ۱۶مه د احتساب عدالت ته وړاندی کړل شو، چیرته چې حکومتي وکیل له عدالته د زرداري د جسماني ریمانډ غځولو خواست وکړ.

د عدالت له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د جعلي بانک اکاونټونو په مقدمه کې د اصف علي زرداري عدالتي ریمانډ د اګست تر ۱۹مې نیټې غځول شوي دی.

د اصف علي زرداري لور بختاور بوټو زرداري د اګست پر ۱۶مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي سره د دې چې پلار يې د احتساب قامي ادارې ۶۸ ورځې په خپل تحویل کې وساته او د یو کال ډېره موده ترې پوښتنې وشوې، بیا هم نن د اډیالې زندان ته ولیږل شو.

د اصف علي زرداري خور او د سیند اسمبلۍ غړې فریال تالپور هم د احتساب د ادارې لخوا نیول شوی او د اډیالې په زندان کې ساتل شوې ده.

د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې ناچاودی بم موندل شوی

د کرملېن ماڼۍ

د کرېملېن ماڼۍ په انګړ کې د دویمې نړیوالې جګړې له مهاله پاتې یو ناچاودی بم موندل شوی دی.

د روسيې رسنیو له رپورټونو سره سم، دا بم د مسکو سیند ته نېږدې د کرېملېن په تاینیڅکي بڼ کې د تعمیراتي کار پر مهال موندل شوی دی.

چارواکي وايي، بم یې د کرېملېن له ودانۍ ایستلی چې شنډ یې کړي.

د روسیې د ولسمشر ویاند رسنیو ته ډاډ ورکړی چې د دې بم موندل کېدو د ولسمشر د کار مهالوېش نه دی زیانمن کړی.

کرېملېن په اروپا کې د منځنیو پېړیو له ډېرو لرغونو ماڼیو څخه ده چې د ۱۴ او ۱۵ پېړۍ ترمنځ کلونو کې جوړه شوې.

د ایراني ټانکر کارمندان ښايي د ویزې بندیز ولري: امریکا

د ارشیف انځور

امریکا ویلي دي چې په جبل الطارق کې د ایران ټانکر د عملې غړي ښايي د ویزې له بندیز سره مخامخ شي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټاګس بېګا ناوخته تر هغې وروسته وکړه چې د برتانیې تر واک لاندې سیمې جبل الطارق د اګست پر ۱۵مه د ګرېس ۱ په نوم د ایران د تېلو ټانکر خوشې کولو فیصله وکړه او واشنګټن یې د تګ په مخنیوي کې پاتې راغی.

اورټاګس ویلي چې دې بېړۍ د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک مرسته کوله چې واشنګټن یې ترهګر سازمان بولي.

د نوموړې په خبره، د بېړۍ خوشې کول ورسره د تړلیو کسانو لپاره جدي پایلې لرلای شي.

هغې زیاته کړه چې د بېړۍ د عملې کسان ښايي امریکا ته د داخلېدو یا د هغه هېواد د ویزې ترلاسه کولو قانوني جواز و نه لري.

دا بېړۍ شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې برتانیوي بحري ځواک شام ته د تېلو قاچاق، چې د اروپايي ټولنې د بندیزونو سرغړونه بلل کېږي، په تور ونیوله.

د جبل الطارق اعلا وزیر فبیان پېکاردو د اګست پر ۱۵مه د تهران تر لیکلي ضمانت وروسته د ټانکر د نیولو امر ختم کړ.

ایران نوموړي ته باور ورکړی چې ټانکر به شام ته له دوه میلیونه بیرلو څخه زیات تېل نه ورکوي.

م.م: د ۲۰۱۹ز په اووه میاشتو کې دوه لاکه افغانان بې کوره شوي

په تېرو کلونو کې لسګونه زره افغانان ناامنیو ځپلي، بې کوره کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د روان کال په تېرو اووه میاشتو کې په افغانستان کې دوه لاکه ۱۷ زره خلک د جګړو له وجې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا د اګست پر ۱۵مه، په یوه بیان کې وویل، د دومره زیاتو خلکو د بې کوره کېدو له وجې د بشري مرستو لویه اړتیا پېښه شوې.

بیان وايي، په بې کوره شویو کې ۵۸ فیصده کسان له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون بې کوره خلک به د روان کال تر پایه مرستو ته ضرورت ولري.

بیان زیاتوي، د روان کال په اووه میاشتو کې په ایران کې د اقتصادي بحران له وجې شاوخوا ۲۷۰،۰۰۰ او له پاکستانه شاوخوا ۱۷،۰۰۰ افغانان وطن ته ستانه شوي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG