د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورو پیسو د سپینولو قانون باید ولس ګټه واخلي: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي ولس باید د ټېکس ايمنسټي سکيم یا تورو پیسو سپینولو قانون څخه ګټه واخلي او ملک له قرضو راوباسي.

عمران خان د جون پر ۲۱مه ولس ته په خپله وينا کې وويل: "مسله اوس د ټېکس يا ماليې د غله ده. که ولس له حکومت سره په شريکه له قرضو د وتو پريکړه نه کوي نو موږ له دې قرضونو نشو راوتې"

د پاکستان وفاقي کابينې د تورو پیسو سپینولو قانون منظور کړی چې له مخې يې د سرکاري نوکرانو پرته هر پاکستانی وګړی کولای شي چې د څلور فيصده ټيکس په ورکولو سره خپلې تورې پيسې سپينې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG