د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ازبکستان کې مذهبي برداشت ښه شوی دی: پامپیو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پامپیو. عکس له ارشیفه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پامپیو. عکس له ارشیفه.

امريکا ازبکستان د هغو هېوادونو له لسټ څخه لری کړی چې پکې د مذهبي برداشت بد ترينه حالت دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د ازبکستان لخوا د مذهبي برداشت په لړ کې د شوو پرمختګونو يادونه د جون پر ۲۱مه پر داسې وخت وکړه چې نوموړي د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا کلنی راپور وړاندې کاوو.

نوموړي په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په ازبکستان کې لا هم ډېر کار کول پاتې دي.

خو د ده په خبره په دې ۱۳کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ازبکستان د هغو هېوادونو له لسټ څخه لری کړل شوی چې په اړه يې ځانګړې انديښنې دي.

نوموړي زياته کړه: "موږ د رجسټرېشن د لوازماتو په برخه کې اصلاحاتو ته سترګې په لار يو چې دارنګ کېدای شي نورې ډلې په ازادانه توګه خپل عبادت وکړي او بچي له خپلو مېندو پلرونو سره په جوماتونو کې مونځونه وکړي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG