د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۱۹ م کال د ایډورډ آر مورو قامي جایزه ازادې اروپا راډیو وګټله


د رېډیو او ټېلیویژن د ډیجیټل خبرونو اتحادیې دا جایزه له ۱۹۷۱م راهیسې هغو ادارو ته ورکوي چې په برېښنایي صحافت کې یې غوره لاسته راوړنې لرلې وي. ازادې اروپا رېډیو دا جایزه د ټیلیویژن او ملټي میډیا یا وېب پاڼې په برخه کې د ښې کارکردګۍ پر اساس وګټله.

اې بي سي، سي بي اېس، این بي سي، سي این این، یوني ویژن او اي ایس پي این ته هم په دې برخه کې جایزې ورکړل شوې. د مورو جایزې ټول ګټونکو ته به په نیویارک کې د اکتوبر په ۱۴مه د جایزې جام ورکول کېږي. دې سیالیو ته د ټېلیویژن، راډیو او بریښنایي خبریالۍ ۴۶۰۰ نمونې وړاندې شوې وې چې له جملې څخه یې په ۱۶ برخو کې ۱۲۲ انتخاب شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG