د پاکستان د سيند صوبې په حيدر اباد کې د جون پر۲۰مه د ريل ګاډي د ټکر په پېښه کې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د پاکستان سرکاري راډيو د خبر له مخې له کراچۍ څخه ريل ګاډی چې لاهور ته روان و، په حیدرا باد کې له يوه بل رېل ګاډي سره وجنګېد.
په پېښه کې د رېل ګاډي عملې درې کسان وژل شوي دي.