د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو له عراقي وزير اعظم عادل عبدالمهدي سره ټېليفوني خبرې کړي دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، پامپيو په ټينګار سره وويل چې يو پياوړی، ازاد او خپلواکه عراق زموږ شريکه خواهش دی.
د بهرنيو چارو وزارت وياندې مارګن ارتګس د جون پر۱۴مه وويل چې پامپيو د عراقي وزير اعظم له دې کبله مننه وکړه چې له ايراني ملاتړو ملېشو د عراق ژغورلو لپاره دوامداره هلې ځلې کوي.
په خليج فارس او د عمان په خليج کې د تېلو پر ټانکرو د بريدوو وروسته پامپيو د امريکا دا هوډ تکرار کړی چې په سيمه کې د نقل وحرکت ازادي به برقرار ساتي.
واشنګټن د دغه بريدونو لپاره ايران تورنوي خو ايران بيا دا تورونه ردوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، پامپيو زموږ دا ارزونه شريکه کړې چې د عمان په خليج کې په دوو تېلو ټانکرو د بريد لپاره ايران ذمه وار دی.