د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو احتجاج روان دی


د تورخم لاره. عکس له ارشیفه
د تورخم لاره. عکس له ارشیفه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مال وړونکو ټرانسپورټرانو لخوا هړتال د جون پر۱۵مه په څلورمه ورځ هم دوام لري.

دوی د جون پر۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې هړتال يې د پاکستان قامي لويو لارو د ادارې لخوا د وزن مقرر کړي حد او کرایو زیاتولو ضد دی.

ټرانسپوټران وايي، په لاهور، کراچۍ، کلر کهار، پېښور او تورخم کې يې په زرګونه ګادي ولاړ او له ډېر تاوان سره مخ دي.

د مشال راډیو خبريال وايي، حکومت کارخانه دارو ته ویلي دي چې د ۴۰ ټنو زیات مال به په ګاډو کې نه اچوي ځکه چې بيا سړکونه خرابېږي.

بلخوا ټرانسپورټران وایي، دوی به له مقرر شوي حده سرغړونه نه کوي خو د دې په بدل کې دې ورته کرایانې ورزیاتې کړل شي، ځکه چې دوی وايي، په کم مال وړلو کې يې تاوان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG