د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دوه تنه وژل شوي


سېشنه/نهې ورځ د شمالي وزیرستان په تحصیل دوڅلي (دوسلي) کې دوه کسان وژل شوي دي.

انتظامي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي د شپې مهال ډزې وشوې او سهار د دوه کسانو مړي و موندل شول چې د شناخت لپاره میرامشا هسپتال ته وړل شوي دي.

تر اوسه پيژنګلوي نه ده شوی چې وژل شوي کسان څوک دي.

په وزیرستانونو کې وخت په وخت د دغه ډول مرموزو وژنو راپورونه مخې ته راځي. پښتون ژغورنه غورځنګ په سیمه کې د دغسې وژنو، ښخ کړیو ماینونو، د ورکو کسانو عدالتونو ته وړاندېکولو لپاره په خپلو ولسي غونډو کې بیا بیا غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG