د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي


په باجوړ کې چاودنې د يوې ماشومې په ګډون درې کسان ژوبل کړي دي.

د باجوړ مرستيال کمشنر دفتر مشال راډیو ته ويلي دي چې دغه چاودنه د جون پر ۱۱مه غرمه د سالارزو تحصيل په سنګو کلي کې شوې.

کمشنر زياتوي د سيمې کروندګرو د کور جوړولو لپاره شګه راوړه چې په شګه کې ښخ لاسي بم وچاودېدو.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.
یاده دې وي چې د روانې مياشتې په اوومه نېټه هم د باجوړ په مامینزو کې دا قسمه چاودنې یوه نهه کلنه ماشومه وژلې وه او د دې دوه خویندې يې ژوبل کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG