د لاسرسي ځای

تازه خبر

'علي او محسن دې اسمبلۍ ته راوستل شي'


د ترهګرۍ مخنیوي عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په نور جسماني ریمانډ پولیسو ته د سپارلو غوښتنه و نه منله او هغه یې د پېښور مرکزي زندان ته ولېږلو.

ریاست پر داوړ تور لګوي چې د تېرې مې میاشتې پر۲۶مه نېټه یې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې پر یوه پاکستانۍ پوځي پوسته د نورو ملګرو په ملتیا برید کړی چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي ول او د دې ترڅنګ یې د ریاستي ادارو پرضد په ولس کې کرکه هم خوره کړې ده.

خو داوړ پولیسو ته د خپلځان تر سپارلو وړاندې په خپل یوه ویډيو پیغام کې سرکاري تورونه رد کړل او ویل یې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو او پلویانو پاکستانیو پوځيانو ډزې وکړې چې پکې د دوی ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

په ۳۰م مې محسن داوړ ځان قانون ته سپارلی وو او تر هغه پس د ترهګرۍ مخنیوي عدالت نوموړی د اتو ورځو په جسماني ریمانډ د ترهګرۍ ضد پولیسو ته سپارلی وو.

د هغې مودې له ختمېدو سره سم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ نن د جون پر اوومه نېټه په بنو کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړ.

که څه هم پولیسو د هغه د نور جسماني ریمانډ غوښتنه کړې وه خو عدالت و نه منله او هغه یې د پېښور مرکزي زندان ته په جوډیشل ریمانډ ولېږلو.

د دې ترڅنګ محکمې دا امر هم کړی چې محسن داوړ باید بیا په ۱۹م جون دغه محکمې ته وړاندې کړل شي.

د خړ کمر په پېښه کې تر دې وړاندې له جنوبي وزیرستانه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ولس استازی او ‌د پي ټي اېم یو بل مخکښ علي وزیر هم پولیسو نیولی وو چې دا مهال د پېښور په مرکزي زندان کې دی.

په پاکستان کې زیاترو سیاسي ګوندونو د خړ کمر پېښه غندلې او غوښتنه یې ده چې له پي‌ ټي‌ ایم سره باید ټولې معاملې په خبرو هوارې کړل شي.

قانونپوهان وايي، هېڅوک له قانونه بالا نه دی خو باید د پارلېمان د غړیو جېل تر لېږلو مخکې لومړی د قامي اسمبلۍ یا سېنېټ له چیېرمینه اجازه واخیستل شي. د های کورټ پخوانی جسټس شېر محمد خان د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، ''پر دوی خو د ترهه ګرۍ مقدمه ده، ځکه يې د ترهه ګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړي وو. اوس چې دوی جېل ته ولاړ شي نو د ضمانت قانوني لار به يې هواره شي. د قانون مطابق د پارلېمان یو غړی د اسمبلۍ له اجلاسه ۱۵ ورځې مخکې نشي نیول کېدلای او که یې نیسي نو لومړی به د اسمبلۍ له سپیکره اجازه غواړي خو کله يي چې دوی نیول نو د اسمبلۍ غونډه نه وه.''​

د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري هم د اسمبلۍ سپیکر د پارلېمان د دواړو نیول شویو غړیو اسمبلۍ ته د راوستلو خواست کړی وو. د مخالفو ګوندونو یوشمېر مشرانو د علي وزیر او محسن داوړ پرضد ریاستي اقدامات غندلي دي.

د پیپلز ګوند سېنېټر بهرمند خان تنګی وايي، باید یوه پارلېماني کمېټۍ د خړ کمر پېښه وپلټي: ''موږ وایو د پارلېمان ګرفتار غړي دې اسمبلۍ ته راوستل شي چې هغوی په اسمبلۍ کې خپل دریځ بیان کړي او بیا دې یوه پارلېماني کمېټۍ د خړ کمر د پېښې پلټنې وکړي.''

XS
SM
MD
LG