د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: حکومت د احتجاج ځنډولو لپاره جرګه رالېږلې


د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، محسن داوړ

د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د احتجاجي پرلت/دهرنې سالار، د قامي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي حکومت له دوو ورځو د راهيسې روان پرلت ځنډولو لپاره يوه جرګه ورلېږلې ده.

محسن داوړ د مې په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ترې د دغې جرګې له لارې د يوې هفتې لپاره د احتجاج ځنډول وغوښتل خو دوی ورته سمدستي مثبت ځواب نه دی ورکړی.

هغه زياته کړه: ''موږ ته یې د اتمانزو يوه جرګه رالېږلې وه. راته یې وويل چې خواست کوو چې تاسو يوې هفتې لپاره هيڅ هم مه کوئ او دوی به یې هم نه کوي. دوی ويل چې علي وزیر او نور قید ملګري به راخوشې شي. خو موږ ورته وويل چې زموږ ملګري پوره نه دي او چې راپوره شي نو بيا به خبرې کوو. اوس دلته دوی ټولې لارې بندې کړي دي او خلک تګ راتګ ته نه پرېږدي خو موږ پېغامونه لېږلي دي.''

تر اوسه پورې حکومت د دې جرګې په اړه څه نه دي ويلي. د ميرامشا پرلت تر هغې وروسته پیل شو، کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، پوځيانو د مې په ۲۶مه، شمالي وزيرستان د بويه په خړ کمر کې په ډزو د دوی ۱۳ کسان ووژل او يو مشر علي وزير يې ونيو. پوځ دريځ لري چې دغو کسانو د يو مشکوک ترهګر د خوشېکېدو لپاره د دوی پر يوه چېک پوسټ وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې پنځه پوځيان زخميان او درې حمله کوونکې ووژل شول.

محسن داوړ وايي چې د دوی احتجاجي ناستې ته هېڅوک نه راپرېږدي. نوموړی ادعا کوي چې میرامشا ته راتلونکې ټولې لارې تړل شوې دي.

هېڅوک میرامشا ته نه راپرېږدي: محسن داوړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

علي وزیر په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی دی. په همدې حال کې پرون هم د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې پر دې مسله بحث وشو. د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مينګل وويل چې د وزيرستان پېښې د پلټنو لپاره دې يوه پارليماني ډله جوړه شي. هغه زياته کړه: ''د قبايلو خلکو يو وخت په کشمیر کې استعمال شول او اوس پرې ګولۍ ورېږي.''

فردوس عاشق اعوان
فردوس عاشق اعوان

د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکارې، فردوش عاشق اعوان د مې په ۲۸مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې ځينې عناصر د بهرنيوو قوتونو په اشاره د قبايلي سيمو خلک استعمالوي. ''حکومت هوډ کړی د هغو خلکو لپاره به هېڅ قسمه زغم ونلري چې پاکستانۍ جنډۍ سپکوي. د پاکستان وقار او قامي سلامتيا پر داو لګونکیو لپاره به هېڅ رعايت نه وي.''

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني وزيراعظم د اطلاعاتو خصوصي معاونې فردوس عاشق اعوان دا تورونه رد کړي دي چې ګنې دوی پر پوځي چېک پوست بريد کړی وو.

د غورځنګ يوې مخکښې ثنا اعجاز د نهې پر ورځ د مشال راډيو له خبریال اسرار عالم موند سره په خبرو کې وويل، علي وزير او محسن دواړ چې د پارلېمان غړي دي پر دوی لګېدلي تورونه بې اساسه دي: ''که علي او محسن پارلېمان ته ځي نو بيا په چېک پوست ولې حمله کوي. بله دا چې موږ حمله ولې وکړو ځکه چې زموږ مبارزه وسلواله نه ده سوله ييزه ده. له موږ سره ثبوتونه شته او دوی دې هم خپل راوړي او د ریښتيا مالومولو لپاره دې يوه تحقيقاتي کمېټه جوړه کړل شي چې دارنګ مالومه شي چې څوک ګرم دي. فرودس عاشق اعوان پارلېماني غړې ده او پکار ده چې هغه موږ ته د پوځ خبرې ونکړي.''

ثنا اعجاز وايي د فروس عاشق اعوان دا خبره چې پي ټي اېم به نور برداشت نکړل شي، په ۳۰ م اپريل د پوځ د وياند د هغه وينا کړې ده چې پکې هغه ويلي ول، د پي ټي اېم وخت نور پای ته ورسېد. پښتون ژغورنه غورځنګ وايي د شمالي وزیرستان د خړ کمر د مې شپږويشتمې په پېښه کې د پوځ په ډزو ۱۳ کسان ووژل شول. خو د پاکستان پوځ ويلي چې د قامي اسمبلۍ غړیو علي وزیر او محسن داوړ او ملګرو یې د دوی پر يوه چيک پوسټ وسله وال بريد وکړ او د پوځ په ډزو درې بریدګر ووژل. پوځ په دې پېښه کې د خپلو پينځو عسکرو د ژوبلېدو خبره هم کوي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نن مشال راډيو ته وويل چې پرون په ټانک او بنو کې د دوی ۶۱ کسان نيول شوي دي. د دې غورځنګ يو تن، شاه فېصل وويل چې په دوی کې شل بېرته راخوشي شوې دي. بلخوا د ټانک پولیسو ایس، ايچ، او طاهر خان د مې په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې پنځلس کسان هرېپور جېل ته لېږل شوي دي.

تبصرې وګورئ (۲)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG