د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ویکيلیکس پر بنسټښود نوي جرمونه لګولی


د ویکي لیکس بنسټ اېښودونکی جولین اسانج. عکس له ارشیفه
د ویکي لیکس بنسټ اېښودونکی جولین اسانج. عکس له ارشیفه

د امریکا چارواکو د ویکيلیکس پر بنسټښود جولین اسانج پر نویو جرمونو تورن کړی دی.

پر هغه تور دی چې د زرګونه پټو دستاویزات په خپرولو یې امریکا ته لوی نقصان رسولی و.

د مې پر ۲۳مه پر اسانج له نویو رسمي تورونو سره سم هغه باندې الزام دې چې د امریکا د پوځي استخباراتو یوه پخواني څېړوونکي ته یې ویلي ول چې دغه پټ مواد خپاره کړي.

اسانج دا مهال په لندن کې په حراست کې دی.

هغه په اپریل میاشت کې د ایکواډور سفارت شړلی و چې د کلونو راهیسې هغلته اوسېدو.

امریکا غواړي چې له هېواد دې وویستل شي او ور وسپارل شي.

مرستیال اټارني جنرل په بیان کې وویل چې هېڅ یو ذمه وار فرد یا خبریال به کله هم په ارادي توګه د هغو کسانو یا سرچینو نومونه برسېره نه کړي چې ورته معلومه وي چې هغه پټ دي او څرګندول به یې له خطر سره مخامخ کړي.

څارنوالان وايي د ویکي لیکس لخوا په خپرو شویو موادو کې د هغو کسانو نومونه ول چې په افغانستان او عراق کې یې د امریکايي ځواکونو او سفارتکارانو مرسته کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG