د امريکا دفاع وزارت منځني ختيځ ته د پنځه زره نورو پوځيانو په لېږلو غور کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او ايران کړکېچ مخ پر زياتېدو دی.
يو امريکايي چارواکي د مې پر ۲۲مه رويټرز خبري اژانس ته د نوم نه خپرولو په شرط ويلي چې د دغو ځواکونو د لېږلو درخواست د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ کړی دی.
معلومه نه ده چې د دفاع وزارت به دا درخواست ومني او که نه.
د امريکا او ايران ترمنځ له هغې وروسته اړيکې ډېرې خرابې شوې چې تېر کال ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تهران سره د اټومي پروګرام د محدودلو لپاره په ۲۰۱۵م کال کې شوي تړون څخه ووت.