د لاسرسي ځای

تازه خبر

''که زیان راته ورسېد، ذمه وار به یې پاکستاني استخبارات وي''


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر.
عکس له ارشیفه
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر. عکس له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير تر څنګ د دې غورځنګ درې نورو غړیو حيات پرېغل، مولانا طاهر مسود او شيرالله مسود ته په ليږلي ليک کې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه يې ترهګرو ژوند ته خطر پېښوي.

طاهر مسود د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې دوی ته ويل شوي چې خپل فعاليتونه دې محدود کړي خو دوی به د پښتنو حقونو لپاره خپل کار کم نه کړي.

علي وزير پر ټويټر ليکلي چې پاکستان له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه، اغزن تار لګولی نو بيا څنګه ترهګر وراوړي؟

له مشال راډیو سره په خبرو کې د غورځنګ مشرانو دا یوه ډرامه بللې او زیاته کړی يې ده چې که دوی ته څه زیان ورسید نو ذمه وار به يې د پاکستان استخباراتي ادارې وي.

بلخوا علي وزير پر ټويټر ليکلي چې پاکستان له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه، اغزن تار لګولی نو بيا څنګه ترهګر وراوړي؟

تر اوسه پورې د پاکستان امنيتي ادارو په دې اړه څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې يې پښتون ژغورنې د رياست خلاف د کار کولو لپاره تورن کړی دی.

بلخوا د مدني فعالانو نړيوالې اتحاديې د پاکستان بشري حقونو وزارت ته لېږلي يو ليک کې غوښتي چې پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو دې زور زياتې بس شي.

XS
SM
MD
LG