د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرشتې د وژنې پرضد په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې لاریونونه


د فرشتې د وژنې پرضد په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې لاریونونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په اسلام اباد کې د لس کلنې ماشومې فرشتې د وژنې پرضد بېګا په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې مظاهرې وشوې. په مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، جمیعت علما اسلام او د ځینو نورو ګوندونو غړو او ځایي مشرانو برخه واخیسته. د پي ټي ایم د ډیره اسماعیل خان یو مشر طاهر مسود د مظاهرې په مهال مشال ریډیو سره په خبرو کې فرشتې ته زر تر زره د انصاف میلاویدو غوښتنه وکړه: د روانې میاشتې په پنځلسمه د اسلام اباد له چک شهزاد سیمې پښتنه ماشومه فرشته ورکه شوې وه. د هغې مړی د مۍ شلمې په شپه وموندل شو. د فرشتې د وژنې په پېښه کې د پولیسو د مبینه غفلت په ضد پرون په اسلام اباد کې احتجاج شوی و. پاکستاني رسنۍ وایي د کورنیو چارو وزارت او د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر پر پېښه نوټس اخیستی دی. سیلاب مسید یې راپوږر کښلی

XS
SM
MD
LG