د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د نااهلو په لاس کې دی: مولانا فضل الرحمن


حکومت د نااهلو په لاس کې دی: مولانا فضل الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جمعیت العما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، اپوزیشن ګوندونو ورته د اتوار په ماښام په یوه غونډه کې دنده سپارلې چې تر اختر وروسته د حکومت خلاف احتجاجونو د یوې کړنلارې کښلو لپاره ټول ګوندیزه غونډه راوبولي. نوموړي زیاته کړه، د موجوده حکومت د ناکامه پالیسو له وجې ګراني، قرضې او د ولس ستونزې زیاتې شوې دي. مولانا فضل الحمن وویل، د اپوزیشن ګوندونو ترمنځ په تېرو څو میاشتو کې ډېر اختلافات پاتې شوې دي خو د اتوار له غونډي داسې څرګندیږي چې ټول د حکومت خلاف یو دریځ لري. نوموړی وايي، موجوده حکومت یو جعلي هغه دی او د دې د لیرېکولو لپاره شفافه انتخابات پکار دي. د مشال راډيو خبریالې انیسه اجمل له مولانا فضل الرحمن سره د حکومت خلاف د اپوزیشن ګوندونو پر تازه هڅو مرکه کړې.

XS
SM
MD
LG