د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان وايي هرو مرو له روسیې دفاعي نظام اخلي


د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان
د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان يو وارې بيا له روسیې څخه د دفاعي نظام اخېستو خبره تکرار کړې او ويلي يې دي چې له مسکو نه به په راتلونکي کې هم ورته دفاعي پروګرامونه اخلي.

اردغان د مې پر ۱۸ په استنبول کې د پوهنتون زدکونکو ته د وینا پر مهال وويل چې له روسیې څخه د S-400 دفاعي نظام اخېستو نه به په هېڅ صورت کې په شا نه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د S-400 وروسته به د S-500 دفاعي نظام هم اخلي.

د ترکيې ولسمشر دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې او کانګرس پر ترکیې غږ کړی چې له روسیې څخه د پلان شوي دفاعي نظام له اخېستو ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG