د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د انلاین سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده: سمیر رسا


د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ورځ بلې ته د انلاین سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا مشال راډیو ته وویل، دا چې د دغې سوداګرۍ د جوازونو د اخېستلو په برخه کې اسانتیاوې موجودې دي، شرکتونه ورته لېواله او شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي:​ "له سوداګرۍ وزارت سره د انلاین سوداګریزو شرکتونو ثبت روان دی چې تر دې دمه یوشمېر شرکتونه راجسټر شوي او ورځ بلې یې ته یې شمېر په زیاتېدو دی، ځکه د جوازونو د ثبت بهیر ډېره اسانه شوې ده."

رسا وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د دغې سوداګري له پیل نه کم وخت کېږي او تراوسه ورته قوانین مشخص شوي نه‌ دي، خو د دوی د تولیداتو او فروشاتو له کیفیت نه جدي څارنه کوي.

د انلاین سوداګرۍ له لارې خلک د انټرنټ له لارې پلور او پېر کولای شي.

XS
SM
MD
LG