د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلو نوماندانې انتخاباتي کیمپېن لوی چیلېنج بولي


د ارشیف انځور - د تکړه قبايلي خویندو سازمان غړې
د ارشیف انځور - د تکړه قبايلي خویندو سازمان غړې

پراګ - د پاکستان انتخاباتو کمېشن وايي، په قبايلي ضلعو کې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د جولای پر دويمه نېټه کېدونکو انتخاباتو په لړ کې د ۲۱ څوکيو لپاره ۴۳۸ امېدورانو کاغذونه جمع کړي دي چې پکې د پېنځو ځانګړو څوکيو لپاره ۳۰ ښځې دي.

خو د ځانګړو سيټونو پرته، درې داسې ښځې هم شته چې هغو د عامو څوکيو لپاره کاغذونه جمع کړي دي چې پکې يوه د کورمې، يوه د خېبر او بله د باجوړ ده.

په قبايلي ضلعو کې له لسيزو راهیسې خاصو کورنيو او شخصيتونو د سياسي استازو په توګه ځانونه پیاوړي کړي دي نو له هغو سره انتخاباتي سيالي کول لوی چیلېنج دی.
ناهيد اپريدۍ

په پاکستان کې په عمومي او په قبايلي ضلعو کې په ځانګړې توګه، پر عامو څوکیو د ښځو ټاکنيزه سيالي کول، د ځېنو لپاره حیرانوونکې خبره ده.

د دې خبرې احساس خپله دغو ښځینه کانديدانو ته هم دی.

ناهيد اپريدۍ د عوامي نېشنل ګوند له خوا د خېبر ضلعې پر صوبايي څوکۍ کاغذونه جمع کړي دي خو هغې د مې پر ۱۲ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې کیمپېن کول ورته لوح چیلېنج ښکاري.

هغې وویل، په قبايلي ضلعو کې له لسيزو راهیسې خاصو کورنيو او شخصيتونو د سياسي استازو په توګه ځانونه پیاوړي کړي دي نو د دې په خبره، له هغو سره انتخاباتي سيالي کول لوی چیلېنج دی.

د ناهيد اپريدۍ لپاره دويم چېلېنج د مالي وسايلو نشتوالی دی چې د دې په خبره پر ټولو مالي سرچینو - که هغه د ځمکو ملکيت وي او که کاروبار - د سړيو قبضه وي او ښځې په لاس کې هېڅ نه لري.

پر ښځينه وو کانديدانو د ټولنيز فشار اندازه له دې هم لګول کېدای شي چې مشال راډيو له دوو نورو ښځو امېداورانو سره هم د مرکو هڅه وکړه.

په دوی کې د یوې مېړه له راډیو سره د خپلې مېرمن له خبرو انکار وکړ.

د ټولنې دې فشار ډاکټره صايمه تورۍ مجبوره کړې چې د عامې څوکۍ پر ځای د ښځو ځانګړې هغې ته کاغذونه جمع کړي.

دا د قبايلي ضلعو لپاره پيپلز پارټۍ د ښځو د څانګې مشره ده.

هغې وويل چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې چې په کورمه کې د قامي اسمبلۍ لپاره د نوماندې علي بېګم لپاره کیمپېن کاوه نو پوه شوه چې سړي د ښځو سياسي حیثیت نه مني:

"د کیمپېن پر مهال به سړيو ډېر بد ګڼل چې يوه ښځه له دوی ووټ غواړي يا حکم ورکوي. سړي ښځې کمتره ګڼي خو بلخوا ډېرو ښځو غوښتل چې يوه ښځه کانديده بايد مخې ته راشي."

ګلالۍ اسماعيل د ښځو د سياسي بېدارۍ لپاره د باخبره نجونو یا Aware Girls په نوم يوه ناحکومتي اداره چلوي.

نوموړې د قبايلي ضلعو د عامو څوکيو لپاره د درې ښځو د نوماندۍ ستاینه وکړه البته پر سياسي ګوندونو يې غږ وکړ چې له ښځو سره په کیمپېن کې سياسي او مالي مرسته وکړي.

اوسمهال د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره ۲۱ څوکۍ دی چې پکې څلور د ښځو او يوه د لږکيو لپاره ځانګړې شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د مۍ پر ۱۳مه نېټه د قبايلي څوکيو د زياتولو لپاره د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې پر ۲۶م اييني ترميم رايې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG