د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رومانیا کې د بریتانیا پرته اروپايي سرمشریزه 


د بریتانیا په پارلېمان کې د وزیر اعظمې ټېریرا مې وینا.
د بریتانیا په پارلېمان کې د وزیر اعظمې ټېریرا مې وینا.

نن اروپايي مشران په یوه غیر رسمي سرمشریزه کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو پس د دغه ټولنې پر راتلونکې ږغږي.

دا غونډه چې د بریتانوۍ وزیراعظمې ټېریزا مې پرته پکې ټول اروپايي مشران ګډون لري، د رومانیا په غرنۍ سیمه سیبیو کې کېږي.

دا سرمشریزه د اروپايي پارلیمان تر ټاکنو دوې اونۍ وړاندې رابلل شوې.

د سرمشریزې په یو بیان کې ویل شوي، له ختیځه تر لوېدیځه او بیا له سوهېله تر شماله به د یوې پیوستې اروپا ساتنه کوي، او په هره سخته او هوساینه کې یو موټې پاتې کېږي.

په غونډه کې به هڅه کېږي چې اروپايي مشران په یوه لس نکاتي اعلامیه هوکړه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG