د افغانستان د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د یو ملا امام په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه سهار وختي د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بلندغر جومات امام ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژلی دی.
د دوی په وینا بل پلو د جلال اباد ښار پینځمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې هم ناڅرګنده کسانو یو تن سپینږیری په ډزو وژلی دی.
هېچا لا تر اوسه د دې ذمه واري نه ده منلې.