د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا: په بریدونو کې د وژل شوو شمېر۳۶۰ ته ورسېد


په سري لنکا کې پر هوټلونو او کلیساګانو بریدونه.
په سري لنکا کې پر هوټلونو او کلیساګانو بریدونه.

د سري لنکا پولیس وايي، د اپرېل پر۲۱مه په کولمبو ښار او نورو سیمو کې پرهوټلونو او کلیساګانو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه۳۶۰ ته رسېدلی او شاوخوا ۵۰۰ نور ژوبل دي.

پولیسو زیاته کړې چې په سلګونه ټپیان اوس هم په روغتونونو کې دي او د بریدونو په تړاو یې شاوخوا ۶۰ مشکوک کسان نیولي هم دي.

په کولمبو کې پر کلیساګانو، هوټلونو او نورو ځایونو نهه چاودنې شوې وې.

وویل کېږي چې دا په سري لنکا کې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د کورنۍ جګړې تر ختمېدو وروسته په کولمبو ښار کې تر ټولو زیاتې له تشدده ډکې پېښې دي.

د حکومت ویاند راجیتا سینا راتنۍ ویلي، ګمان کوي چې ځايي اسلامي سختدریځه ډله نېشنل توحید جماعت د دې بریدونو ترشا لاس لري.

داعش وسله والې ډلې د دې بریدونو ذمه واري منلې ده. په سریلنکا کې اوس هم بیړنی حالت نافذ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG