د شمالي وزیرستان کاروباريان وايي که حکومتي مرستې ورنکړل شوې نو بيا به په احتجاج لاس پورې کړي.
دا خبره د شمالي وزيرستان د تاجرانو د اتحاديي يو مشر ذهين الله د اپرېل پر ۱۹مه په پېښور کې مشال راډیو ته وکړه.
ده وویل چې تېر کال يې په اسلام اباد کې خپله دهرنه پر دې ختمه کړې وه چې حکومتي او پوځي چارواکو ورته باور ورکړ چې ډېر زر به ورسره مرستې وشي خو د ده په وینا تر اوسه ورسره نه دي شوي.
نوموړی ادعا کوي چې د وسله والو پرضد په ضرب عضب عملياتو کې د دوي په زرګونه دکانونه وران شوي او د اته اربه درې شپېته کروړه روپو تاوان يې شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی ویاند اجمل وزیر د اپرېل پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې له وزیراعظم عمران خان سره یې په دې اړه خبرې کړې دي او ډېر زر به دوي ته تاوان ورکړل شي.