د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خزانې وزیر اسد عمر خپله څوکۍ پرېښوده


د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر

د پاکستان خزانې وفاقي وزیر اسد عمر د خپلې څوکۍ پرېښودو اعلان کړی دی.

د اپرېل پر ۱۸مه نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي، وزیر اعظم غوښتل چې 'زه د خزانې وزارت پرېږدم او د انرجۍ وزارت واخلم' خو هغه د وزارت نه اخيستو پرېکړه کړی او په دغه اړه يې د وزیر اعظم منظوري تر لاسه کړې.

له دې وړاندې په پاکستان کې د خزانې وزارت او کورنیو چارو په وزارت کې د بدلون راپورونه خپاره شوي وو، د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري دغه راپورونه رد کړي دي.

د حکومت لخوا په رسمي توګه لا څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG